د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان او د عمران خان سل زره کسیزه کاروان


د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان

پاکستان تحريک انصاف وايي، چې د روانې مياشتې په شپږمه نيټه به د يو لک کسانو يو کاروان جنوبي وزيرستان ته بیايي، چې په سيمه کې د ډرون بريدونو نه شوي نقصاناتو نه نړي خبر کړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د اتوار په ورځ له مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، چې ډرون بريدونه د پاکستان د سلامتۍ او خود مختارۍ ضد دي او له وجې یې بې ګناه ولس وژل کيږې او د دوی د امن مارچ مقصد هم دا دی چې نړۍ ته یې حقيقت په ډاګه کړو.

نوموړي زياته کړه چې د طالبانو پشمول هيچا هم تر اوسه د امن مارچ مخالفت نه دی کړی او د وزيرستان مشرانو د مارچ برخوالو ته د تحفظ ضمانت هم ورکړی دی خو د پاکستان حکومت نه غواړې چې نړيواله ټولنه له ډرون بريدونو شوې تباهي وويني نو ځکه يې د برتانيیا خبريالانو ته ويزې ورنه کړې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې خبريال طاهر خان د تحريک انصاف د امن مارچ په باب وويل، تر اوسه د حکومت لخوا داسې یو پاليسي نه ده اعلان شوې چې هغوی ورته اجازه ورکوي او که نه. له دې علاوه د خلکو په زړونو کې دا شکونه هم شته چې امنيت به يي څوک ټينګوي او د ټولو مهمه خبره دا چې تراوسه وسله والو طالبانو هم خپل څه غبرګون نه دې ښودلی.

په پاکستان تحريک انصاف دا تورونه لګېږي چې امن مارچ جنوبي وزيرستان ته په بوتللو کې ورسره د پاکستان استخباراتي ادارې آی ايس آی مرسته ده، طاهر خان وايي چې د عمران خان په ګوند خو واقعي دا شکونه کيږي چې آی ايس آی ورسره مرستې کوي خو پاتې شوه دا خبره چې دې امن مارچ کې ورته د يادې شوي اداري مرستې ترلاسه دي نو په واضحه توګه داسې څه نشو وويلای ځکه چې څه ثبوتونه يي نشته.

که څه هم د تحریک انصاف په ګډون د پاکستان حکومت او ګڼ نور سیاسي ګوندنو په قبایلي سیمو کې له ډرون بریدونو سره مخالفت کوي خو په افغانستان کې دېره د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه ادعا کوي چې دواړه وزیرستانونه د القاعدې د نړیوالو مشکوکو ترهګرو، حقاني شبکې او ځايي وسله والو ډلو خوندي جنګي پناه ګاوې دي او له دې ځایه پر نړیوال سوله ساتو او افغان ځواکونو بریدونه کوي.

او د دوی په خبره چې د وزیرستان مېشتو وسله والو تندلارو د وهلو لپاره یواځنۍ موثره او اغېزناکه وسله ډرون بریدونه دي. له ډرون بریدونو تر اوسه په لسګونه وسلوال وژل شوي هم دي چې په دا ورستیو کې یې د ابوعکاش ال عراقي په نامه یو پېژندل شوی د القاعدې یو کمندان هم په ډرون برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG