د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (شاکر زېب او د ده موسیقي)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې دا ځل زموږ مېلمه د خیبر پښتونخوا د نوښار ځوان موسیقار شاکر زېب دی.

شاکر زېب وايي، پلار یې جهانزېب نوشهروي نومېده چې د پښتو په لویو موسیقارانو کې یادېږي.

دی وايي، ده هم د شوق پر اساس د خپل پلار په څېر د موسیقۍ کمپوزیشنونه جوړول پیل کړل.

دی وايي، تل یې غوښتل چې د پښتو ژبې خدمت وکړي.

د شاکر زېب په ډېرو کمپوزونو کې یو هم دا غزل دی ((زما لویه ګناه دا ده چې پښتون یم)).

د سندرو امېل په دې خپرونه کې به درته د شاکر زېب جوړې کړې سندرې هم در خپرې کړو.

خپرونه هره اوونۍ هارون باچا تیاروي.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG