د لاسرسي ځای

تازه خبر

”د وران شوو سینماګانو تاوان او ساتنه غواړو“


د اسلام د سپکاوي فلم پر ضد قهرجن مظاهره چیان په پېښور کې یوې سینیما ته اور اچوي.
د اسلام د سپکاوي فلم پر ضد قهرجن مظاهره چیان په پېښور کې یوې سینیما ته اور اچوي.



هارون باچا مشال راډيو

پراګ:- د تېرې میاشتې د سپټمبر په ۲۱مه د جمعې په ورځ د عشق رسول د ورځې په مناسبت په شويو احتجاجي مظاهرو کې د ملک د نورو برخو په څېر په پېښور کې هم شخصي او حکومتي املاکو ته غټ تاوانونه واوښتل. خو يوازې په ياد ښار کې مظاهره چيانو په دريوو سينما ګانو بريدونه وکړل او په بشپړه توګه يې تباه کړې.

په پېښور کې رامينځ ته شويو د تشدد دغو ورستيو پېښو د دغه ښار د پښتو فلمونو کاروباريان اندېښمن کړي دي. د پېښور په نشتر اباد کې د مسافر وېډيو په نوم د سي ډيانو د دوکان مالک مسافر ، چې پښتو فلمونه هم جوړوي، مشال راډيو ته د عشق رسول په ورځ په سينما ګانو د شويو حملو په اړه وويل.

(( دوئ ويلي وو چې سوله ييز جلوسونه به کېږي. موږ هم خپل کاروبار بند کړو او په هړتال کې ورسره شريک شو. خو ځينې داسې شرپسند خلک راغلل چې هيڅ ته يې هم و نه کتل. پارکونو يې پرې نه ښودل، په سينماګانو يې حملې وکړې، شبستان سينما، شمع سينما، کيپيټل او ناز سينماګانې، ټولې يې تباه کړې. په شبستان کې زما فلم لګېدلی وو، هغه پيتې يې ورته هم وروسوځولې. ))

د مسافر ویډيو مالک په عين حال کې که څه هم وويل چې حکومت لا هم دوئ ته د اوښتي تاوان نوټس نه دی اخيستی، خو زياته يې کړه چې خپله اتحاديه به فعاله او له حکومته به وغواړي چې د سينماګانو د حفاظت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

(( حکومت ته پکار وو چې د سينما ګانو د دې تاوانونو تپوس يې کړی وای. والله که څوک نيږدې هم راغلي دي چې وګوري چې دا ښه وشو، بد وشو، هيڅ هم نه. تنظيم خو لرو، خو ګورو چې حکومت څه عکس العمل ښيي او يا دا چې په راتلونکې کې زموږ د تحفظ په اړه څه وايي.))

د پېښور په سينما ګانو شويو ورستيو حملو د دې ښار هنرمندان هم، چې د پښتو فلمونو لپاره سندرې جوړوي، پريشانه کړي چې وايي د دوئ په کاروبار به لا ډېر اغېزمن شي.

ماسټر علي حيدر يو له هغو پښتنو موسيقارانو څخه دی چې ګڼ شمېر پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې او لا هم خپل دغه کارونه پر مخ بيايي. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې که د سينما ګانو د په نښه کېدو لړۍ دوام ومومي نو د ده په خبره پښتو موسيقي به يې له اغېزه بچ پاته نه شي.

(( د پاکستان په فلم اېنډسټرۍ کې د پښتو فلمونو ته سترګې وې. زموږ دې غم ځپليو پښتنو به يې هم په ترڅ کې د خوښۍ څو لمحې لاس ته راوړلې. سينماګانې هسې هم د شمار پاتې وې او چې دا دوه درې په کې وسوځول شوې، که دا سلسله هم داسې جاري وي، نو و به شي داسې چې سندرغاړي به زياتېږي خو د فلم لپاره د سندرې ويلو چانس به يې له لاسو وځي. نو زما په خيال دا زموږ د ټولو پښتنو لپاره ډېره د افسوس خبره ده.))

پښتانه فلم جوړونکي او هنرمندان په سينماګانو د شويو حملو په اړه خپلې اندېښنې په داسې حال کې څرګندوي چې ويل کېږي په پاکستان کې د اردو او پنجابۍ ژبې د فلمونو په پرتله د پښتو هغه زيات جوړيږي او ښه کاروبار کوي.

مسافر په خپلو خبرو کې زياته کړه چې که حالات همدغسې پر مخ لاړ شي نو ژر ده چې د پېښور سينماګانې په کاروباري مرکزونو بدلې شي.

(( شبستان سينما يې هم خرڅه کړه، په محرم کې به يې ورانوي او پر ځای به يې کاروباري مارکيټ جوړوي. نو بس دا سينماګانې به ورو په ورو ختمې شي. د پنجابي او اردو فلمي صنعت له وړاندې تباه وو، د پښتو دا به هم ورپسې تباه شي. ))

د کلتوري چارو پښتانه شنونکي په عين وخت کې وايي چې حکومت بايد د پښتو فلمي صنعت ودې ته پوره پاملرنه وکړي چې معياري فلمونه جوړ او له پښتنو د ساعتېرۍ د موقعو تروړلو مخه ونيول شي.

XS
SM
MD
LG