د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې مظاهرې شوې دي


اسرار عالم مومند

د پاکستان په کراچۍ کې ګڼ شمېر خلکو د اسلام پیغمبر (ص) سپکاوي فلم پر ضد مظاهرې کړې دي.


په دې مظاهرو کې شامل د سخت دریځه سني تحریک پلویانو پر ایم اې جناح سړک لاریون کړی دی.

په کراچۍ کې د پولیسو مشر شفیق احمد اژانس فرانس پریس (د فرانسې خبري اژانس) ته ویلي چې د مظاهره کوونکو شمېر ۱۵۰۰۰ وو.

تر دې مخکې د جمعې پر ورځ، په امریکا کې یو کس له هغې ویډیو سره په تړاو نیول شوی وو چې په اسلامي نړۍ کې یې بلوې وپارولې.

په لاس اېنجلس کې یوه قاضي ویلي ول، ناکولا بیسېلې ناکولا ښايي د عدالت له کارروایۍ وتښتي او هیواد پرېږدي. عدالت تر یوې اورېدنې وروسته د نوموړي د نیولو امر ورکړ خو دی به په پیسو خپل ضمانت هم نشي کولای.

له ناکولا په دې اړه هم پوښتنې روانې وې چې تېر کال له زندانه خوشې شوی وو او د ازمېښتي دورې له قانونه یې سرغړونه کړې وه.

نوموړي په بانک کې د درغلۍ کولو په تور زنداني شوی وو. پر ناکولا بندیز وو چې انټرنیټ به نه کاروي او د افسر له اجازې پرته به مستعار نوم هم نه کاروي.

ناکولا عیسوی دی او اصلاً د مصر دی.

ده تر هغې وروسته ځان پټ کړی وو چې کله د یوه امریکايي فلم په جوړولو کې د لاس درلودو له پاره وپېژندل شو.
XS
SM
MD
LG