د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ د بشري حقونو ډله بلوچستان ته تللې



خدای نور ناصر مشال راډيو

د پاکستان د سینیټ د بشري حقونو يوه کمېټۍ کوټي ته تللې. تر څو هلته ددې صوبې د خراب امنیت په اړه پلټنې وکړي. د سینیټ د یادي کمېټۍ غړي وايي:د بلوچستان اوسنی صوبايي حکومت او مرکزي حکومت د بلوچستان په اړه مکمل ناکامه شوي دي.

د پاکستان د سینیټ یاده کمېټۍ د سینیتر افراسیاب خټک په مشرۍ کې د چار شنبې په ورځ کوټې ته راغلې. او هم يې د بلوچستان د لوړپوړو چارواکو په شمول له اهل تشیع او ځيني سني علماو سره لیدلي. افراسیاب خټک د چارشنبې په ماښام په رسنوالو ته وویل؛ ددوي اوسنۍ دوره په بلوچستان کې د فرقه ایزه پېښو په اړه پلټنې کوي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل

؛ داسې نه ده چې دلته د ورکو شویو کسانو ستونځه ختمه شوېده. یا هم د خراب شویو مړیو موندل بند شوي. که څه هم دا پېښي لږ کمې شوېدي خو ختم شوې لا هم نه دي. خو دا ځل موږ ددې لپاره دلته راغلي يو چې دلته فرقه ایزه پېښي بیخي زیاتي شوېدي. او موږ دا ځل د همدې پلټنې کوو؛

افراسیاب خټک زیاته کړه. داسې نه ده چې دلته د شیعه او سني په نامه جنګ روان دی. بلکې دده په وینا ځيني ترهګر په دې نامه د خلکو وژنې کوي، او حالات خرابول غواړي. افراسیاب خټک زیاته کړه دوي به تر دې دورې وروسته هم صوبايي حکومت او هم مرکزي حکومت ته همدا سفارشات ورکړي، تر څو په همدې په عمله توګه کار وشي.

؛ موږ صوبايي حکومت بېل او مرکزي حکومت ته بېل سفارشات ورکړو. او داسې نه ده چې يواځې به دا سفارشات ورکړو او بیا به نور هیڅ نه وي. موږ به تر هغه پورې چې په دې عمل شوی نه وی، موږ به يې پرې نږدو؛

د سینیټ په دې کمېټۍ کې يوه بل سینیټر مشاهدالله خان بیا وویل؛ د بلوچستان پر امنیت هم ددې صوبې حکومت او هم د پاکستان مرکزي حکومت په مکمله توګه ناکامه شوي دي.

د ویلو وړ ده چې د پاکستان د سینیټ د بشري حقونو دا کمېټۍ په داسې حال کې بلوچستان ته سفر کوي، چې څو اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو يوه ډله کوټې ته راغلې، او ددې صوبې د امنیت په اړه يې پلټني کړې.

XS
SM
MD
LG