د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په فاټا کې دې لومړی امن راوستل شي"



سراج ظهير – مشال راډيو


اسلام آباد:- د جنوبي وزيرستان په واڼه کې څو ورځې وړاندې د جميعت علما اسلام تر سيوري لاندې شوې لويه جرګه کې فيصله وکړل شوه چې په فاټا کې دې لومړی امن پرځای کړل شي پس له هغې دې ورته د صوبې حيثيت ورکړل شي.

په جرګه کې برخه اخستونکې د باجوړ څخه پخوانې سنيټر عبدالرشيد مشال راډيو ته وويل چې دې رستيو کې په پيښور کې د فاټا په باب یو لويه جرګه وشوه او په هغه جرګه کې دا فيصله شوې وه چې د فاټا له ټولو ايجنسو څخه به دوه دوه مشران اخستل کېږي، او دوی به د فاټا هرې ايجنسۍ ته ځي او د هاغه ځای له خلکو به پوښتي چې تاسو ته څه پکار دي.

نوموړي زياته کړه موږ چې څومره وګرځيدو او جرګې وشولې نو لومړۍ خبره خو دا راغله چې د قبايلو د راتلونکې فيصلې به قبايل پخپله کوي او بله دا چې د قبايلې علاقو د امن امان صورتحال ډير زيات خراب دى څوک په کډه تللي دي اوڅوک له کوره بهر نه شي راوتلای نو ترڅو چې امن نه وي پرځای شوی تر هغه دوی ته د صوبې د نوم يا بل کوم څيزضرورت نشته.نو بايد چې لومړی امن پرځای شي او بيا دا مسله هواره کړل شي.

د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکې ملک قسمت خان وايي چې دا سياسي پارټیانې د خپلو سياسي ګټو لپاره دا قسمه خبرونه او بيانونه ورکوي.

ده وويل که څوک د فاټا د اولس رایه معلومول غواړي نو ريفرنډم دې وکړل شي چې د فاټا ولس څه غواړي.

دې وايي چې امن هم له ازادۍ سره تړلی دى تر څو چې تاته واک نه وي درکړل شوی نو يو تن به د امن لپاره څه هلې ځلې وکړي نو پکار ده چې لومړی د فاټا ولس ته خپلواکې ورکړل شي .

کله چې مشال راډيو د حکومتي چارواکې اوله فاټا د قامي اسمبلۍ غړي جواد حسين نه وپوښتل نو هغه وويل چې د وخت ضرورت محسوسيږي چې فاټا ته دې د بیلې صوبې درجه ورکړل شي او په دې لړ کې به لومړی د فاټا د ولس رایه اخیستل کېږي.

ده وويل چې تيرو څو مياشتو نه د صوبو ذکر کېږي خو که موږ وګورو نو په پاکستان کې خو لا تراوسه صوبه نه ده جوړه شوې خو نن هر سړی لګيا دى خپله فائده لټوي
او بله دا چې نن داسې دور دى چې په زوړ نظام او قانون چليدل ګران دي .نو پکار ده چې د فاټا اولس هم په باقاعده توګه د يو نظام او قانون ترلاندې ژوند تير کړي او دې لړ کې به موږ د فاټا د اولس رایه اخلو او بيا به مخ په وړاندې کار کوو.

د پخوانې سنيټر عبدالرشيد د وينا سره سم چې د دوی د دورو دا لړۍ به روانه وي او د فاټا د ټولو ايجنسيانو د ولس اواز به راپورته کوي


XS
SM
MD
LG