د لاسرسي ځای

تازه خبر

" امریکا،پاکستان دې د خپلو اړیکو بنیادونه واړوي"


د پاکستان پخواني سفير، حسين حقاني
د پاکستان پخواني سفير، حسين حقاني



بشیر ګواښ - مشال راډيو

پراګ: په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفير وايي، چې د امريکا او پاکستان اړيکې ځکه نه ښه کيږي چې د واړه ملکونه ځان ته د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې ورپيښ خطرونه مختلف ګڼي. خو څيړونکي وايي چې ترهګرې ډلې د پاکستان، افغانستان او امريکا لپاره يو شان ګواښ دی او ټول يې بايد پر ضد په شریکا کار وکړي.

امریکا کې د پاکستان پخواني سفير، حسين حقاني ويلي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ اتحاد ځکه نه شي راتللی چې دوی ځان ته پيښ ګواښونه بيل ګڼي.

د يادونې وړ ده چې امريکا په وار وار ويلي ترهګرې او اورپکې ډلې د دواړو هيوادونو په وړاندې يو مشترک خطر دی خو حسين حقاني د مشال ريډيو د خبر مرکزي څانګې سره په مرکه کې وويل:

((اتحاد د يو داسې چا خلاف کيدای شي چې مشترک ګواښ وي. زما په خيال د پاکستان امنيتي ایسټبلیشمينټ خپل ملک ته ورپيښ خطر له هغه څخه بيخې مختلف ګڼي چې امريکا يې بولي نو ځکه دواړه هيوادونه اتحادي نه شي کيدای. دواړه هيوادونه له پنځه شپيتو کلونو راهیسې سره يو ځای دي خو پر داسې مشترکه هدفونو رضامند نه شول چې دوی د اړيکو بنياد بدل کړي. پاکستان او امريکا بايد يو بل ته د اتحادي په سترګه ونه ګوري. تجارتي او د خلکو ترمنځ اړيکې دې ولري خو پوځي اتحاد دې يې نه وي.))

بيلابیلو وختونو کې په رسنيوو کې د پاکستان ځينې کړيوو ويلي چې په شمالي وزيرستان کې مېشته حقاني نيټورک چې په افغانستان کې پر امريکايي پوځيانو د بريدونو لپاره تورن دی، پاکستان کې حملې نه کوي نو ځکه پاکستان ته کوم ګواښ نه دی خو اسلام اباد کې د امريکايي سفارت وياندې رايان هيریس مشال ريډيو سره خبرو کې دا نظر او د حسين حقاني خبرې رد کړي او زياته يې کړه:

((امریکا او پاکستان ډيرې مشترکې ګټې لري. په دې کې سيمه ييزې ګټې شاملې دي او د باثبات، باامنه او پرمختللي پاکستان يقيني کول دي. موږ په ډيرو شيانو ګډ کار کولی شو، تعلق مو ډير اهميت لري او اړيکې مو بايد مضبوطې شي. حقاني نیټورک په يقيني توګه د پاکستان لپاره همغسې ګواښ دی لکه د امريکا لپاره چې دی. دوی افغانستان بې ثباته کوي او د افغانستان په شان مهم ګاونډي بې ثباته کيدل د پاکستان لپاره ښه نه دي. نو که حقاني شبکه ده، که طالبان دي او که نورې هغه ډلې دي چې د دې سيمې لپاره خطر دی، موږ دواړو ته ګواښ دي.))

پيښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک هم وايي چې امريکا او پاکستان بايد د ترهګرۍ پر ضد سره اتحادي واوسي او پاکستان بايد د ښه او بد طالب د غوره کولو پر ځای د ټولو خلاف يو شان ګامونه واخلي. هغه وايي:

((په وسله والو کې به يو نيم داسې کسان وي چې هلته [افغانستان] کې به حملې کوي خو دلته [پاکستان] کې به يې نه کوي خو دا ټول سره يو شان دي. دوی يو بل سره مرستې کوي. دا بيلول غلط تاثر ورکول دی. دا تاثر ورکول چې حقاني نیټورک د پاکستان لپاره خطرناک نه دی، دا د پاکستان پالیسي جوړونکو خوش فهمي ده.))

دوه ورځې وړاندې پاکستان کې د امريکا پخواني سفير کيمرون منټر واشنګټن کې ويلي وو چې امريکا او پاکستان بايد د مشکلاتو باوجود خپل شريک دښمن په ګډه له منځه يوسي. نوموړی زياتوي:

((زه هيله مند يم چې د پاکستان سره د امريکې پالیسي په پراخه توګه او د یو اوږده وخت لپاره وټاکو. کوم نظرونه چې موجود دي دا بدل نه کړو خو پوښتنه دا ده چې آيا د دې نظرونو سره سره حل لار راویستل کيدای شي او کنه؟ آيا موږ دا پوښتنې ځوابولی شو چې ټول پاکستانيان جفاکار دي او که نه دي؟ او آيا امريکايان داسې دي چې راشي او بيا دې پريږدي؟))

د کيمرون منټر په وينا پاکستان او امريکا بايد د خلکو په کچه د يو بل سره اړيکې ډيرې او ښې کړي.

XS
SM
MD
LG