د لاسرسي ځای

تازه خبر

مذهبي سپکوونکی فلم او اعترضونه




رسول بخش رييس په ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼه کې ليکلي، د پاکستان حکومت په هغه يوه منطق عمل کړی چې وايي، که وهلای يې نه شې نو ورسره ملګری شه. نوموړي د حکومت هغه پرېکړې ته اشاره کړې چې په ترڅ کې يې تېره جمعه اسلام ته د سپکاوي د فلم د اعتراض د ورځې په توګه ولمانځل شوه.

ليکوال وايي، په بهرنۍ نړۍ کې چې کومو خلکو دغه وېډيو کتلې نو ورته يې احمقانه او د يو مذهب پر وړاندې تېری کوونکی عمل ويلی. د رسول بخش په ليکنه، د اسلام ستر پېغمبر ته د سپکاوي دغه کار تر دې مخکې هم شوی، چې وايي دغه لړۍ د سلمان رشدي له شيطاني آياتو پيل شوه، چې ورپسې بيا يوه ډين مارکي تن د پيغمبر اسلام کارټونونه جوړ کړل او دغه راز د اسلام پرضد نور توهين آمېز مواد هم مخې ته راغلل.

ليکوال کاږي، دغه کړنې که څه هم چې تېری کوونکې دي خو په غربي جمهوريتونو کې د بيان د ازادۍ په پلمه يې دفاع کېږي. د غربي هېوادونو د خلکو خپل سياسي مشران، د دوئ پيغمبران او مذهبونه هم له سپکاويو بچ نه دي پاتې شوي. خو د دغو ځايونو حکومتونه، مطبوعات او هم يې ټولنه، د دغه رقم کړنو هيڅ نوټس نه اخلي.

رسول بخش رييس په مقاله کې وايي، موږ بايد دا خبره ومنو چې په غرب کې که چيرې له بنيادي کلتوري قدرونو سرغړونه و هم شي، خو دغلته د برداشت او د بيان د ازادۍ کلچر بيا هم پر ځای پاتې وي. د دغو هېوادونو قانون دومره پياوړی دی چې حکومتونه ځينې کارونو کولو ته نه پرېږدي.

ليکوال زياتوي، د ځينو سخت دريځو ډلو لخوا د اسلام په دين حملې او د مسلمان کلتور او ټولنې سپکاوی د بيان د ازادۍ له اصولو سرغړونه ده. دا کړنې منظمې او هدف يې د مسلمانانو پارول وي. رسول بخش رييس د عشق رسول په ورځ د شويو احتجاجي مظاهرو په يادولو سره وايي چې د ده په خبره موږ هغه څه وکړل چې اسلام ته سپکاوي کوونکو له موږ څخه غوښتل.

د ی زياتوي ، موږ د اسلام مبارک پيغمبر ته د سپکاوي د دغه رقم فعاليتونو پر ضد د احتجاج حق لرو. خو د حکومت لخوا هره يوه حکومتي او شخصي اداره تړل يې مناسب لار نه ده. د ليکوال په وينا، حکومت کولای شي مذمتي بيانونه جاري کړي او يا هم بهرنيو حکومتونو ته خطونه وليکي.
رسول بخش رييس دا وړانديز هم کوي چې حکومت بايد خلکو ته د احتجاجي مظاهرو کولو لپاره ځانګړي ځايونه ورکړي، چې دغه رنګ عامه املاکو ته د زيان د اوښتو مخه ونيول شي.

نوموړی په عين وخت کې په پاکستان کې د يهوديانو، هندوانو، عيسايانو او حتی په دغه هېواد کې د اوسېدونکو اقليتونو پر ضد د ليکل شويو کرکجنو موادو ذکر هم کوي، چې وايي هيڅ څارنه يې نه کېږي. رسول بخش رييس وايي، له دې کبله موږ نه شو کولای نړۍ د هغه چا پر ضد چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي مرتکب شوي، د اقداماتو لپاره قانع کړو.


XS
SM
MD
LG