د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس په ګلونو خزان نه شي راتلای


د کوټې ځوان ساینسدان عبیدالله درانی
د کوټې ځوان ساینسدان عبیدالله درانی


خدای نور ناشر مشال راډيو

د کوټې يوه زده کوونکي عبیدالله دراني يو داسې ګرین هاوس یا زرغون کور جوړ کړی دی. چې په کې په کرل شویو ګلونو هیڅ یو موسم اثر نشي کولای. د عبیدالله دراني دې زرغون کور په ترکمانستان کې په يوې داسې سیالۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی، چې په کې د پنځه څلوېښت هیوادونو څخه تر یو نیم سل زیاتو زده کوونکو ګډون کړی وو.

د کوټې پنځلس کلن زده کوونکي عبیدالله دراني یو داسې ګرین هاوس یا زرغون کور جوړ کړی، چې په کې په کرل شویو ګلونو نه يواځې موسم څه اغیز کولای شي. بلکې په کې لګول شویو ګلونو ته اوبه هم د مشین له لارې پخپله ورځي. او څومره اوبه چې ددې ګلونو ضرورت وي، په څاڅکو څاڅکو هم هغومره اوبه هر يوه ګل ته رسي. په دې زرغون کور کې داسې آلې لګول شوې، چې ددې کور موسم نه هم ډېر زیات توتېدای او نه هم زیات سړېدای شي. عبیدالله درانی د ده د جوړ شوي دې زرغون کور په اړه راته وايي

؛ دا زما چې کومه پرووژه وه. دا د هارډوير په کیټيګرۍ کې وو. او په دې هارډویر کې پنځه څلوېښت پرووژې له ټولو هیوادونو څخه راغلې وې. دا ما يو داسې زرغون کور جوړ کړی دی، دا په کمپيوټر باندې چلېږي. داسې نه چې کمپيوټر ورته پروت دی یا یو څوک يې چلوي. بلکې په دې کې ما داسې مائيکرو پروسیسر لګولي، چې هغه داسې کار کوي، چې يو مائيکرو پروسیسر څوارلس مشینان چلولای شي. او همدا دوه مائیکرو پروسیسره د دوو بیټريو په برکت چلېږي؛

د عبیدالله له خوا جوړ شوی همدا زرغون کور که څه هم په يوه نیم يوه نیم فټ باندې دی. خو دده په وینا په همدې آلاتو باندي تر شاوخوا لس ميټره ځمکې پوري ګلونه همداسې ساتلی شي. او زیاتوي که چېري آلات لږ هم تر دې ورته ښه ولګول شي، نو بیا هر څومره مځکه چې پرې ګلونه یا وني لګول غواړئ، لګولی او همداسې ساتل کېدای شي. دا ګرین هاوس چې په شمسي توانايي باندې چلېږي، هر څه يې پخپله کار کوي. او د هیڅ يوه بټن وهلو ضرورت نه لري.

؛ ددې زرغون کور تر ټولو لویه ګټه دا ده، چې لکه زموږ په سیمه کې چې د اوبو او برق کمی دی. نو دا زرغون کور په سولر سسټم یا شمسي توانايي باندې چلېږي. او په ترکمانستان کې دا ځکه ډېر خوښ کړل شو، چې هلته هم همداسې زموږ غوندې اوبه او برق ډېر لږ وي؛


عبیدالله درانی په ۴۵ هېوادونو کې لومړئ ځائ وګټلو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:10 0:00


په داسي حال کې چې په اوس وخت کې په دې سیمو کې کروند ګر د اوبو له نشتوالي څخه سر ټکوي. عبیدالله درانی وايي: دده په دې زرغون کور کې په داسې طریقه د اوبو نظام ورته جوړکړل شوی، چې هیڅ يو څاڅکی اوبه هم ضایع کېدای نشي. بیا هم عبیدالله درانی

؛ دې زرغون کور ته مي د اوبو لپاره سسټم جوړ کړی دی، چې هر يوه ګل ته چې څومره اوبه ضرورت وي، هغومره اوبه ورځي. او بل که موږ او تاسو وګورو، دا زموږ په سیمو کې چې په ژمي کې په ګلونو باندې خلک پلاسټک اچوي، او بیا چې کله موسم سم شي نو بیا بیرته ورڅخه لري کړي. زما په دې زرغون کور پروژه کې داسې نه ده. بلکې دلته ما ددې کور د تودېدو لپاره هیټر او د موسم سړېدو لپاره ایرکنډیشن لګولی دی. او پخپله اټومیټک دواړه چالانېږي، او بندېږي؛
عبیدالله درانی چې په دې مقابلو کې يې د پاک ترک انټرنیشنل سکول کوټي څانګې له خوا ګډون کړی وو. د تر کمانستان په عاشق اباد کې يې د جرمني، کاناډا، بریتانيې او هندوستان په شمول د پنځه څلوېښتو هیوادونو له زده کوونکو همدا مقابله ګټلې. او د سرو زرو میډال يې تر لاسه کړی.

د کوټې پنځلس کلن زده کوونکی عبیدالله درانی هیله من دی، چې په راتلونکي کې به همداسي پرووژې معارفي کړي، چې ورسره به دده په خبره د خپلې سیمې وګړيو ته د ژوند په چارو کې اساني ورپه برخه کړي.

XS
SM
MD
LG