د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تاوتریخوالي وروسته د سولې لپاره سپايي



ملیحه امیر زاده مشال راډيو

د پاکستان په دریو لویو ښارونو اسلام آباد، لاهور او کراچۍ کې د تېر اتوار په ورځ زده کونکو، ځوانانو او د مدني ټولنو غړيو د امن تر پیغام لاندې ( سپايي دسولې لپاره) په کوڅو او لارو کې هغه ټول ګندونه پاکول چې په تېره جمعه د عشق رسول د ورځې لمانځلو پر مهال په تشدد او وراني کې رامنځ ته شوي وو.

په اسلام آباد کې د دې کمپین جوړونکی فاران رفیع چې یو زده کونکې دی، د خپل کمپین په اړه وايي،

”ما سوچ وکړ چې اوس وخت راغلی د پاکستان تعلیمیافته ځوان کول راپاڅي او په خپل لاس کې هر څه واخلي. په مظاهرو کې د شوي ګند سپايي وکړي او دنیا ته وښيي، چې ټول پاکستانیان او مسلمانان تشدد نه کوي. نو ما د دې لپاره په فیسبوک کمپین شورو کړ چې په پنځه شپږو ګنټو کې تقریبا 2500 کسان او په یوه ورځ کې دننه پینځه زره کسانو په کې راسره برخه واخیستله. موږ د اتوار په ورځ کمپین شورو کړ او ډېر خوشحاله شوم چې و مې لیدل له ماشومانو واخلې تر 60 کاله پورې کسان راغلي وو “


په دې کمیپین کې یوازې په اسلام آباد کې تقریبا سل کسان راغونډ شوي وو او د یو ځایی هوټل سرینا مخې ته یی کار شورو کړ. دوی د سهار له لسو بجو واخلې د ماسپښین تر یوې بجې پورې یې لارې کوڅې پاکولې ، رنګ یې ورته ورکولو. او له ځان سره یې خپل سامانونه راوړې وو.

په کمپین کې د سکول یو ځوان زده کوونکې میران رحمت خان هم برخه اخیستې وه. دی وايي،
” د سپايي کمپین مقصد دا ښودل دی چې اسلام یو پر امنه مذهب دی. موږ بالکل د هاغه فلم غندنه کؤ خو امن او زغم به له لاسه نه ورکوو. په پاکستان کې دا وخت د امید رڼا یواځې ځوان کول ښکاري. چې غواړي له داسې کمپېنونو سره ټولې دنیا ته و ښیي په پاکستان کې یواځې یو څو کسان دي چې زموږ ملک له تشدده ډک یو هیواد ښکاره کول غواړي. “

په بدلون رواستلو کې د ځوان کول د کردار په باب فاران رفیع وایي، چې خپل ملک کې امن او استحکام غواړي او دا پیغام ورکول غواړي چې دوي کې ډېر صلاحیت موجود دی.

”زما په خیال د پاکستان ځوان کول ډېر صلاحیت لري، چې دا یې یو مثال دی. له دې سره دا معلومیږي چې که یو کس پاڅي او نورو ته سمه لاره و ښيي نو نور هم د ملک مرسته کولو لپاره تیار شي. دوی مخکې هم د قدرتي ناورینونو په وخت را یوځای شوي او د هیواد مرسته یې کړې او دا یې وښودله چې دوی د خپل ملک خدمت کول او امن غواړي. “

فاران رفیع وایې داسې تمه یی نه وه چې دومره شمېر کې به ورسره خلک را یوځای شي. خو ډېر خوشحاله دی چې داسې تعمیراتي کارونو کې ولس او په تېره زده کونکي برخه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د پاکستان حکومت د هاغه فلم په ردعمل کې د احتجاج په توګه د عشق رسول ورځ لمانځلو لپاره د عامې چټۍ اعلان وکړ چې پکې د اسلام د پیغمبر سپکاوی شوی وو. په دغه فلم په ټوله نړۍ کې مسلمانو هیوادونو سخته غصه وښوده او په پاکستان کې تېره جمعه د تشدد پر مهال تقریبا 21 کسان ووژل شول او تر 200 نه زیات ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG