د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اندړو کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ جګړه شوې


سیدشا سقیم / غزني


په غزني کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پيل شوي پاڅون جنګيالي وايي چې تېره شپه يې له وسله والو طالبانو سره نښته شوې چې په پايله کې تر شلو زيات وسله وال طالبان وژلي او ګڼ شمېر نور يې ژوبل کړي دي. پاڅون کوونکي وايي په نښته کې د دوی له ډلې هم څلور تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د اندړو پاڅون کوونکي وايي چې د دريو سوو تنو په شا و خوا کې وسله والو طالبانو تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په کنصف سيمه کې د دوی پر جنګياليو بريد کړی چې وروسته د دواړو غاړو تر مېنځ نښته هم شوې ده.

په دغه نښته کې پاڅون کوونکي د خپلو څلورو تنو وژل کېدل او دريو نورو ټپي کېدل مني خو وايي چې له مخالف لوري څخه يې تر شلو زيات وسله وال وژلي چې د شپاړسو جسدونه يې اوس هم د جګړې په ميدان کې پراته دي.

دوی وايي په وسله والو طالبانو کې پنجابيان، وزيرستانیان او پاکستاني پوځيان هم شامل وو چې دجګړې پرمهال یې په سيمه کې د کليوالو دوو کورونو ته اور هم اچولی دی.

په اندړو کې د ولسي پاڅون مشر فيضان الله فيضان وايي څو ورځې وړاندې يې امنيتي چارواکيو ته خبر ورکړی و چې ګڼ شمېر پاکستاني پوځيان او وزيرستاني طالبان له وسله والو طالبانو سره يو ځای شوي او پر دوی د بريد تابيا لري خو وايي چا يې مخه ونه نيوله .

دی وايي نښته په دريو بجو پيل شوې وه چې تر سهاره يې دوام درلود.
د ده په خبره په نښته کې د قومندان مستانه په ګډون د دوی څلور تنه ملګري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

(( تېره شپه د دريو سوو په شاو خوا کې طالبانو چې پاکستاني پوځيان او وزيرستاني طالبان هم ورسره په صف کې پر پاڅون کوونکيو بريد کړی دی. زمونږ جنګيالو تر سهاره مقاومت ورسره کړی ، خو اخر وسلې ور ختمې شوې او څلور تنه شهيدان شوي دي. په شهيدو شويو کسانو کې قومندان مستانه هم شامل دی. په دغه نښته کې زمونږ درې تنه جنګيالي سربېرن ژوبل شوي هم دي.خو طالبانو ته مو هم دروند ځاني زيان ور اړولی دی. تر نښتې وروسته طالبانو دوو کورونو ته اور ور اچولی او څو تنه سپين ږيري يې هم له ځان سره وړي دي.))

فيضان وايي په نښته کې يې تر شلو زيات وسله وال طالبان هم وژلي او ګڼ شمېر نور يې ژوبل کړي دي.

د ده په خبره اوس هم د جګړې په ميدان کې د شپاړسو تنو وسله والو جسدونه پراته دي.

خو بله خوا بيا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په دريو کليو کې د پاڅون پر جنګياليو بريدونه کړي، د قومندان مستانه په ګډون يې څلور تنه پاڅون کوونکي وژلي، يو شمېر يې ژوبل کړي او د دوی يو تن طالب ژوبل شوی دی.

دی وايي هغه کورونه چې اور يې اخيستی د پاڅون کوونکيو پوستې او پکې پرتو لرګيو د نښتې پر مهال او اخيستی دی.مجاهد دا هم نه مني چې طالبانو کليوال سپين ږيري له ځان سره وړي دي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له تېرو څو مياشتو راهسې د سيمې وسېدونکيو د طالبانو پر ضد وسلې اخيستې دي او د دغې ولسوالۍ زياتې سيمې يې له وسله والو پاکې کړې دي .

XS
SM
MD
LG