د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغان ملي کرکټ ډله په ۲۳ منډو ماته کړه


عزت الله دولتزي که د لوبې دا ګین یا توپ نیولی وائ نو د لوبې مخ یې اړولای شوائ
عزت الله دولتزي که د لوبې دا ګین یا توپ نیولی وائ نو د لوبې مخ یې اړولای شوائ


د ۲۰۱۲ کال په شل شل اووريز نړيوال کرکټ کپ کې هند افغانستان ته په ۲۳ رنزونو ماتې ورکړه. تر پچې ګټلو وروسته افغان کپتان نوروز منګل هند ته د بيټينګ کولو وویل. هندي لوبغاړي د ويرات کوهلي د پنځوس رنځونو په جوړولو افغانستان ته د ۱۵۹ رنځونو هدف ورکړی.

خو په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي په شلم اوور کې د ۱۳۶ منډو په جوړولو اوټ شول. ويرات کوهلي د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو.

نن به د دې کپ په سياليوو کې د جنوبي افريقا او زمبابوی تر منځ لوبه کيږي. تر دې وړاندې په دوو سياليوو کې سريلنکا زمبابوې ته او اسټريليا آيرلینډ ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG