د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحمان ملک او ۱۱ نور پارلماني غړي نااهله وګرځول شو


د پاکستان سپرېم کورټ د دغه هيواد په پارليمان کې د کورنيو چارو د وفاقي وزير رحمان ملک په ګډون غبرګ شهريت لرونکي يوولس غړي نااهله ګرځولي دي.

چيف جسټس افتخار محمد چوهدري پخپله مختصره فيصله کې عدالت ته وويل چې له دې کسانو څخه دې ټولې تنخاګانې او مراعات په دوه هفتو کښې بېرته واخستل شي او د دوی خلاف دې د پاکستاني قانون سره سم کاروايي وکړل شي ځکه چې دوی غلط بياني کړېده.

بلخوا د رحمان ملک وکيل انور منصور وايي چې ملک کېس له نورو جلا دی.

XS
SM
MD
LG