د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زرداري میراث


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له خپل زوی اود پیپلز ګوند له چیرمین بلاول زرداري سره.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له خپل زوی اود پیپلز ګوند له چیرمین بلاول زرداري سره.



له برتانیا خپرېدونکې فنانشل ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي، د پاکستان حکومت باید له سپریم کورټ سره لانجې و نه کړي ځکه چې له دې کار سره به پر داسې وخت د ادارو تر منځ تناو لا پسې زیات شي چې اصلي پاملرنه باید د هیواد خراب اقتصاد او د یاغیتوب پر ضد جګړې ته وشي.

فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، له کالونو راهیسې د پاکستان اوسنی ملکي حکومت له سپریم کورټ سره د واک په تریخ جدوجهد کې ښکېل دی او دې عمل په بیا بیا دا ګمان را ژوندی کړی دی چې کېدای شي بله پوځي کودتا وشي.

د روانې اوونۍ پر مهال دا لوی خبر وو چې د هیواد وزیر اعظم راجا پروېز اشرف د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد د درغلۍ تورونو معاملې بیا پرانیستو په اړه حکومتي اعتراضونه بیرته واخیستل. تر دې مخکې سپریم کورټ د سوېس معاملې له کبله یوسف رضا ګیلاني له وزیر اعظمۍ لرې کړی وو.

د ورځپاڼې په وینا، د راجا پروېز اشرف دا ګام د هرکلي وړ دی خو دا عمل به هم په پاکستان کې هغه ناکراري پای ته و نه رسوي چې د هیواد مخ پر ودې ډیموکراسي ګواښوي.

مقاله وايي، پروېز اشرف سره بله لاره هم نه وه. راتلونکی کال د انتخاباتو دی او پیپلز ګوند په هیواد کې ښه شهرت نه لري. د حکومت پر غیر مصالحت امېزه رویې یوازې مخالفې ډلې نه بلکې له هر طرفه انتقاد شوی دی.

مقاله لیکي، که څه هم حکومت خپل اعتراضونه بیرته اخیستي خو دا نه ده روښانه چې سوېس عدالتي معامله به بیا پرانیستل شي او که څنګه؟ که چېرې سپریم کورټ پرېکړه کوي چې پر حکومت فشار راوړي چې د معاملې د بیا پیلولو په اړه دې رسمي غوښتنه وکړي او حکومت په دې کار کې پاتې راځي نو دا به پر داسې وخت د ادارو تر منځ لا نور تناو پیدا کړي چې باید اصل توجه پر خراب اقتصاد او د جهادي یاغیتوب پر وړاندې جګړې ته وي.

په لیکنه کې راغلي، حکومت باید د دې حد راتګ ته موقع ور نه کړي. کېدای شي دا اوسنی ملکي حکومت راتلونکي جمهوري حکومت ته واک وسپاري. ولسمشر زرداري هم غوښتل چې له وخته مخکې د انتخاباتو کولو اعلان وکړي خو هغه دا فکر کاوه چې حالات کېدای شي سم شي.

مقاله کاږي، حالات نه دي سم شوي، نو اوس د باور بیا پر ځای کولو له پاره اړینه ده چې د انتخاباتو کولو اعلان وشي.

په لیکنه کې راغلي، که زرداري په ارامه طریقه واک وسپاري او د هیواد ډیموکراسي پیاوړې کړي نو یو ښه میراث به پرېږدي.

XS
SM
MD
LG