د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني خبریالان له مرګ یا زندان سره مخامخ دي




ایسوشيېټېډ پریس خبري اژانس لیکي، په پاکستان او په ځانګړې توګه په بلوچستان کې د خبریالانو لپاره کار کول ګران شوی دی، چې د یو خبر په چاپ کولو سره که یو خوا د استخباراتي ادارو او حکومت لخوا په نښه نه کیږي، نو بلخوا د وسلوالو ډلو لخوا یې ژوند له خطر سره مخامخ دي .

ایسوشيېټېډ پریس خبري اژانس لیکي، په پاکستان کې ځايي خبریالانو ته داسې ټیلیفونونه اکثره راځې، چې پکې دوی ته دړکې ورکول کیږي، او د یو خبر د چاپ کولو لپاره پرې زور اچول کیږي.

خبري اژانس د خبریالانو له خولې لیکي، په دغه ټیلیفونونو کې سخته ژبه استعمالیږي، او دا هم ورته ویل کیږي چې دوی باید دا خبر چاپ کړي، ګنې وبه وژل شي.

په بلوچستان کې سني وسلوال چې د شیعه ګانو خلاف په وژنو کې لاس لري، او یا هغه وسلوالې ډلې چې په دغه صوبه کې د پولیس سټیشنونو او نورو سرکاري ودانیو او یا حکومتي کسانو په وژنه کې لاس لري، غواړي په میډیا کې د خپلې خوښې رپوټ چاپ کړي.

جرنالسټان وایي دوی ته زیاتره ټیلیفونونه ماښام ناوخته راشي، او پکې یو کس چې خپل نوم او ځای هم نه ښيي وايي، که چیرې یې دغه خبر په سبانۍ ورځپاڼه کې چاپ نه کړو ، نو مرګ ته دې ځان تیار کړي.

په بلوچستان کې د یو خبري اژانس نیوز نیټ ورک انټرنیشنل خبریال عاشق بټ وایي، که ته چیرې په بلوچستان کې کار کوې ، نو یا به د وسلوالو خبره منې او یا به جیل ته غاړه ږدې.

په بلوچستان کې په تیرو شپږو کالونو کې د شلو خبریالانو په ګولو ویشتلې مړې موندل شوي دي. تیره میاشت د بلوچستان صوبایي حکومت په لومړی ځل ۲۱ خبري ادارې او د هغوی مشران د ترهګری ضد قانون لاندې تورن کړي دي، که چیرې دوی د هغه وسلوالو ډلو پیغامونه خپاره کړل چې د حکومت لخوا غیر قانوني ګرځول شوي دي، نو تر دریو کالو پورې بندي کیدلای شي.

په امریکا کې د خبریالانو ژغورنې ټولنه وايي، پاکستان په جهان کې د خبریالانو لپاره یو په تر ټولو خطرناک هیوادونو کې شامل دی. په تیرو شپږو کالونو کې ۴۱ خبریالان د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې وژل شوې دي، چې پکې د ۱۲ د وژنو پلټنې لا هم روانې دي.

بلوچستان هم د پاکستان هاغه سیمه ده، چې پکې خبریالان له چیلنجونو سره مخامخ دي، او عاشق بټ وایي، که چیرې دی غواړې په کوټه ښار کې ژوند وکړي، نو هغه څه به لیکي ،چې وسلوال یې غواړي.

په دغه صوبه کې یو بل خبریال اې پي خبري اژانس ته وویل، ځینې وسلوالې ډلې لکه لشکر جنګوي خو ان تر دې چې د ژبې د استعمال حکم هم ورته کوي چې دا به لیکې او دا به نه لیکې.

د د خبریالانو ژغورنې ټولنې د ایشیا د څانګې یو مشر باب ډیټز وايي، دوی د بلوچستان مسلې ډیر اندیښمن کړي دي ، ځکه چې دغه یوه لویه ستونزه ده. او پاکستان حکومت هم په دې یا خو خاموشه او یا خوشاله دی، چې د دغه صوبې د ستونزې په اړه هیڅ ازادې پلټنې نه کیږي.

XS
SM
MD
LG