د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو پلاوي په کوټه کې د ورکو بلوڅو له کورنیو سره لیدلي


خدای نور ناصر

کوټه- د ملګرو ملتونو پلاوي په کوټه کې له ورکو بلوڅو د ځينو کورنیو په شمول له حکومتي چارواکو، بلوڅ ملتپالو او د بشري حقونو د بلوچستان څانګې له مشرانو سره ليدلي.

د ملګرو ملتونو یاد پلاوی د خالي په ورځ کوټې ته راغی، او همدلته يې له بیل بیل کسانو سره د تری تم شویو کسانو په اړه ملاقاتونه کړي. چې په کې د ورکو بلوڅو د سازمان د مشرانو په شمول، د بلوچستان صوبايي چارواکي، بلوڅ ملتپال او د همدې صوبې د بشري حقونو د سازمان مشران شامل وو.

د خالي په ورځ په دې ملاقاتونو کې د صوبايي حکومت له چارواکو سره تر ملاقات وروسته ګڼ شمیر کسانو له دوي سره ملاقاتونه وکړه. د بلوچستان د بشري حقونو د سازمان يوه مشر طاهر حسین تردې ملاقات وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل(( په اصل کې دوي تر موږ زیات په هر څه خبر دي. موږ خو يواځې دوي ته هغه لسټ ورکړ، کوم چې زموږ سره وو، او پکې د تری تم شویو کسانو او د مړيو نومونه وو.زموږ د معلوماتو مطابق د ۲۰۱۰ م کال له جون میاشتې څخه تر اوسه پوري څلور سوه شپېتو پوري د خراب شویو مړيو شمیر رسېدلی دی. دوي په دې دریو شیانو کار کوي، چې په هغه کې د ورکو بلوڅو مسله ده، د هدفي وژنو مسله ده او همداسې د پېسو لپاره د سړي تښتوونو مسله ده))

په دې برسیره له دې پلاوي سره د بلوچ ریپلکن ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند عوامي ډله او هزاره ډيموکرېټک ګوند مشرانو ولیدل. د وائيس فار بلوچ میسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ تر دې لیدنې وروسته مشال راډیو ته وویل(( دې پلاوي موږ ته وویل چې په بلوچستان کې چې کوم ظلم او زیاتی روان دی. او څرنګه چې بلوڅان پورته کېږي، او بیا خراب شوي مړي موندل کېږي. ددې لپاره به زموږ يوه بله پنځویشت کسیزه ډله همدې صوبې ته ډېر زر راشي. او هغه به بیا پوره پوره خپل تحقیقات کوي))

له دې سره د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشرانو هم له یاد پلاوي سره ولیدل. ددې ګوند مشران وايي، له ۲۰۰۴م کال راپه دېخوا ددوي تر شپږ سوو پوري کسان او هدفي وژنو او بمي چاودنو کې وژل شوي او هم دا شمیر يې دغې پلاوي ته ورکړی، او هم یې په کوټه کې ددوي ژوند ته د ورپېښو خطرو په اړه ورته ویلي.

د ملګرو ملتونو دا پلاوی هم نن یعني د اتوار په ورځ هم په کوټه کې وي. خو رسنیو ته په دې اړه هیڅ معلومات ندي ورکړل شوي، چې د اتوار په ورځ به دا پلاوی له چه سره ويني.

د ملګرو ملتونودا پلاوی د روانې میاشتې په نهمه نېټه اسلام اباد ته راغلی، تر څو په پاکستان او بلوچستان کې د تری تم شویو کسانو په اړه پوره پوره معلومات او پلټنې وکړي. د ملګرو ملتونو د یاد پلاوي رپوټ به په ۲۰۱۳م کال کې وړاندي کېږي.
XS
SM
MD
LG