د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مصنوعي سیاسي بهیر او د بلوچستان مسله



ژباړه: ګل ایاز

لیکوال: ثنا الله بلوڅ

سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون

ايکسپريس ټربيون ورځپاڼي د پخوانۍ سېنېټر ثنا الله بلوڅ مقاله خپره کړي. د ليکوال په وينا د پاکستان د اليکشن کميشن نوي مشر فخر الدين جي ابراهيم د بلوچستان د دوری په مهال د رڼو(شفاف) او ازادنه انتخاباتو خبره تکرار کړې او په بلوڅانو يې غږ کړی چې د ګولۍ پرځای ووټ د خپلې ستونزې هواری وګرځوي.


ليکوال وايي، خو بلوڅان د پاکستان مصنوعی سياسی بهير ته کتنه غير افسانوی نه ده، که څه هم هغوی د پخواني شوروی اتحاد يوه مشر سټالن مينه وال نه دي خو د هغه يوه خبره په دې ځای کې ډيره سمه راغلې.

سټالن وايي، هغه کس چې رايه ورکوي،هيڅ فيصله نه شي کولای بلکې فيصله هغه کس کوي چې رایې شماري.

ليکوال ثنا الله بلوڅ ليکي چې په بلوچستان کې روان حالاتو خلکو په دي مجبوره کړي دي چي د خپل حقونو لپاره د سياسي لاری پرځای نوری لاری ولټوی.

په پاکستان کې له مودو راهيسي بي اعتباره سياسی او انتخابی عمل باندي د بلوڅانو اعتماد ختم شوی نو ځکه د اليکشن کميشن مشر لخوا د ګولي پرځای د ووټ استعمال خبره به بلوڅان راضي نکړي.

ليکوال په مقاله کې زياتوی چي په سپريم کورټ کي اصغر خان په مقدمه کې د استخباراتي اداري ايي ايس ايي پخوانۍ مشر اسد دراني دا خبره په ډاکه کړي چې دغي اداري په سياست او انتخابی عمل کې کردار درلودو. په دي وروستيو کې دا خبره هم څرګنده شوه چې څنګه په ۲۰۰۸ کال انتخاباتو کې د پيسو د لاری د حکومت او د امنيتي ادراو خوښ کسان په ټاکنو کې بريالي شول.

د ليکوال په وينا بلوچستان د ۲۰۰۲کال راهيسي محاصره دی. د بلوڅانو ستر مشران په نظامی توګه د هدفي وژنو ښکار شوي. په سوونو بلوڅان لادرکه شوي او په بورو کې د ځوانانو مړي موندل کيږي نو دې کارونو هيڅ يوه لاره نه ده پرې ایښي چې بلوڅان د اعتدال پسندۍ سياست ته مخه وکړي.

ليکوال ثنا الله بلوڅ په ليکنه کې د انتخابی فهرستونو ذکر کړی چې د دوي په وينا په سوونو بلوڅانو اندراج نه دي شوي او په مليننو بلوچ ووټران په دغه فهرستونو کې نه دي شامل کړی شوی.

ثنا وايي چې د پاکستان انتخابی ميکنزم په ملکمه توګه يو غير موثره دی ځکه چي په انتخابی بهير د حکومت او د امنيتي ادارو اثر تر ټولو زیات وی.

ليکوال د مقالی په پای کې ليکي چي په انتخابی او سياسی بهير کې د بنيادی او نظامی ډانچي نمګړتياو ختمولو بغیر به دا يو بی مقصده کار وی چې امن، څوکالی او سياسی ثوبات راوستل شی. د جعلی ووټونو د لاری بلوڅانو اعتماد نشي اخستل کيدي او دا يو حقيقت دي چي د قوی اسټبلشمنټ پاليسي او خوښه به د بلوڅانو او د پاکستان د اړيکو فيصله کوی.

XS
SM
MD
LG