د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان دوبۍ ته کډې وړي




پامیر ساحل - مشال راډيو

پراګ:- رویټرز خبري اژانس په یوه رپورټ کې لیکلي چې د بهرنیو ځواکونو له افغانستانه د وتو او په دې هیواد کې د نا امنیو پیدا کېدو له وېرې شتمن افغانان په متحده عرب اماراتو کې کورونه اخلي او له خپلو بچیو سره هلته ځي. په افغانستان کې هم د اقتصادي چارو کار پوه خانجان الکوزی دا تاییدوي او وايي، له هیواده د پانګې وتلو مخنیوی تر هغو نه شي کېدای چې د امنیت سم ضمانت نه وي موجود.

رویټرز خبري اژانس په افغان پلازمېنې کابل کې د یوه کار و باري محمد داود کیسه کوي. په لیکنه کې راغلي، داود به د ودونو تالارونه په کرایه ورکول خو اوس یې چې څه ګټلي په هغې په دوبۍ کې کور اخلي.

دی وايي، هیڅ کس نه دی خبر چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته څه پېښېږي؟ د ده په خبره، که د امنیت وضع خرابېږي نو دی به خپله کورنۍ دوبۍ ته بوځي.

په رپورټ کې راغلي، د دوبۍ حکومتي ارقام ښيي، د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانانو په دوبۍ کې د ۶۰ میلیونه ډالرو جایداد اخیستی دی.

د افغان – دوبۍ کاروباري شورا مشر حاجي عبید الله صدر خېل وايي، ډېر داسې افغانان شته چې جایداد یې اخیستی خو راجسټر کړی یې نه دی نو ځکه اصلي ارقام د حکومتي هغو په پرتله څلور چنده زیات دي.

د ده په خبره، داسې کسان پېژني چې ۱۵ یا ۲۰ بنګلې یې اخیستې دي.

په کابل کې د سوداګرۍ خونو معاون او اقتصادي چارو کار پوه خانجان الکوزی هم دا تاییدوي او وايي، نه یوازې دا چې کاروباریان له افغانستانه خپله پانګه باسي بلکې بهرني سرمایه داران هم اوس په دې هیواد کې پانګونه نه کوي:

((لکه د ۷۱ او ۷۲ لمریزو کالونو په څېر بې اعتمادي زیاته شوې ده. او د قوواو له وتلو سره هم ډېر [کاروباریان تښتول] کېږي نو په کاروبار یې بد تاثیر کړی دی او له ملکه سرمایه وتلې ده.))

دی وايي، همدا بې قانونۍ او د امنیت خرابېدل هغه لاملونه دي چې بهرني سرمایه داران هم اوس په افغانستان کې سرمایه ګذاري نه کوي.

خانجان الکوزی وايي، چې د امنیت وضع نه وي ښه شوې، اعتماد نه وي پر ځای شوی کاروباریان په افغانستان کې سرمایه ګذارۍ ته زړه نه ښه کوي.

دی زیاتوي، که حالات خرابېږي نو خلک خو د خپل سر ساتلو له پاره له هیواده وتلای شي خو که په هیواد کې یې پانګونه کړې وي او کارخانه یې جوړه کړې وي نو سبا بیا دا فابریکه چېرې وړلای شي؟

د رویټرز خبري اژانس په رپورټ کې راغلي، افغانان په اربونه ډالر په خپلو بکسونو کې وړي او له افغانستانه ځي.

د افغانستان بانک مرستیال مشر خان افضل هډاوال هم تاییدوي چې خلک له هیواده پیسې په طبعي یا فزیکي توګه وباسي.

د ده په خبره، دوی پر داسې مېکانېزم کار کوي چې خلک د پیسو د انتقال له پاره بانکونه وکاروي.
XS
SM
MD
LG