د لاسرسي ځای

تازه خبر

چاربیتې لکه چې ختمیږي !


Pakistan -- ??? Da bakhtar storee
Pakistan -- ??? Da bakhtar storee




دا اونۍ په باختر ستوري خپرونه کې په چاربیته غږیدلي یو. د پښتو موسیقي له ډیر پخوا نه چاربیتې په خپله لمن کې رانغاړي.

د ولسي شاعرۍ دا فورم په لره بره پښتونخوا کې خپل ځانګړي شاعران او هنرمندان لري چې د خپلو مینه والو ذوقي تنده ماتوي.

چاربیته نه یوازې دا چې ولسي شاعرانو لیکلې بلکه دوخت نورو لویو شاعرانو هم پرې طبع ازمايي کړې ده.

دپښتو سترو شاعرانو ملنګ جان، قلندر مومند، پیرګوهر ، عبدالواحد ټیکه دار ، قمر نړیوال او رحمت شا سایل هم ولس ته معیاري چاربیتې وړاندې کړي دي.


چاربیتې د هجرو ، دیرو او مجلسونو سینګار ګڼل کیدې ، خو یو شمیر ادب پوهان وايي داسې ښکاري چې د وخت په تیریدو سره دا صنف خپل ارزښت ، معیار او وجود بایلي لګیادی.

داخپرونه چې باز محمد عابد یې جوړوي، تاسو لاندې په پلیر کې اوریدلی شئ .





تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG