د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: اور اخیستې کارخانه کې مړي 271 تنه شول


ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې په بلدیه ټاون کې د جامو جوړولو په کارخانه کې د اور لګیدو له امله لږ تر لږه ۲۴۶ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي ـ خو ځینې پاکستانۍ رسنۍ د مړیو شمېر تر دې هم ډېر ښيي.

د کراچۍ ښار بلدیه ټاون پولیس وایي پېښه د ښار حب ریور سړک باندې واقع د ماجر کېمپ سېمې سره نزدې د نهې / سه شنبې په مازیګر ۴ نېمې بجې مخې ته راغلې ده ـ د اوروژنې د چارو مسول اهتشام الدین مشال ریډیو ته ویلي دي چې اور د جامو جوړولو په کارخانه کې د پرون مازیګر راهسې لګیدلی دی او لا هم بلیږي ـ

اوس هم په کارخانه کې دننه خلک شته دی، د کارخانې په ودانۍ جوړې شوې زیرزمیني برخه کې اوس هم اور بلیږي ، دا چونکې د جامو جوړولو کارخانه وه نو ځکه اور ډېر په تیزۍ سره خور شوی دی ـ موږ په اور وژنه او د مړو په راویستلو کې لګیا یو ـ دا څلور پوړیزه ودانۍ ده ـ داول پوړ څخه یې ځېنې کسان په وتلو کې بریالي شول خو دویم او دریم پوړ کې موجود خلک سوځیدلي دي ـ د کارخانې له ودانۍ څخه د خطرې په وخت کې د وتلو کومه لار نه وه ، ځکه په دومره اندازه مرګ ژوبله پکې اوښتې ده ـ

د متاثره کارخانې کارګران وايي، په کارخانه کې ګڼ مزدوران په کار بوخت و ـ

اوس مهال مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسیدلي دي ـ په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي د کراچۍ سول هسپتال او جناح روغتون ته رسول شوي دي ـ په دې اړه د کراچۍ سول هسپتال ایم ایل او ډاکټر افتاب چونړ رسنیو وویل:

(( ۳۷ مړي تراوسه دې هسپتال ته راروسول شوي دي او نور مړي هم راروان دي ـ دې کې ځینې مړي داسې دي چې سل په سلو کې سوځیدلي دي او د هغې پیژندګلوي ګرانه ده ـ ددغو مړو د پیژندګلوي له پاره به موږ ډي این ای ټیسټ کوو او بیا به مړی خپلو خپلوانو ته سپاروـ د پرون ماښام راهسې د مړو راوړلو سلسله شورو شوې ده او زما په خیال د نورو مړو راوړلو امکان هم شته ))

د کراچۍ جناح هسپتال مشرې ډاکټرې سېمې جمالي مشال ریډیو ته ویلي دی چې تراوسه جناح هسپتال ته ۲۸ سوځیدلي مړي وروړل شوي دي ـ د هغې په خبره په مړو کې دوه زنانه هم شاملې دي ـ

د کراچۍ ډپټي کمیشنر محمد حسین سید ویلي دي چې د اور لګیدو له امله د اغیزمنې شوې کارخانې ودانۍ کمزورې شوې ده چې د راغورځیدو له ویرې یې مرستندویه ډلو ته د ژغورنې په کار کې خنډونه رامخې ته دي ـ د هغه په خبره په راتلونکو دوه درې ګینټو کې په مکمله توګه د اور په وژنه قابو ومومي ـ

سند حکومت په یاده پېښه نن په ټوله صوبه کې د ویر نمانځلو اعلان کړی دی ـ ددې ترڅنګ د سند صوبې اعلی وزیر سید قایم علي شاه د یادې پېښې نوټس اخیستی او د پېښې د پلټنې دپاره یې د غربي کراچۍ د پولیسو په مشرۍ کې پلټونکې ډله جوړه کړې ده ـ


بلخوا د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور په شفيق آباد سيمه کې د بوټانو په یوه کارخانه کې د اورلګېدو له وجې ۲۵ تنه وژل شوي او لس ژوبل دي. د ريسکيو ویاند وايي پرون د نهې په مازيګر په فيکټري کې د اوور لګيدو ورستو جنريټر وچاودو چې په نتيجه کې په ټوله فيکټري کې اوور ولګيدو چې لوجې 25 کسان مړه او لس ژوبل شو

XS
SM
MD
LG