د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د قانون عملي کېدل او بې طرفه عدلیه درغلي ختموي'


د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي زوی ارسلان افتخار هم د درغلۍ تر تورونو لاندې دی
د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي زوی ارسلان افتخار هم د درغلۍ تر تورونو لاندې دی
ژباړه: شاهین بونیری
لیکوال: عرفان حسین
سرچینه: ډان ورځپاڼه

لیکوال عرفان حسین په خپله مقاله کې لیکي ډیر پاکستانیان دا فکر کوي چې پخوا ډیر مثالي وخت وو، کله چې حکمرانان او د حکومت چارواکي ایماندار ول، درغلي نه وه او خپل کار به يي ډېر په محنت سره سر ته رساوه. خو ریښتیا خبره دا ده چې داسې مثالي دور هیڅ کله هم نه دې تېر شوې.


د مغولو د دور په اړه ویل کېږي چې دا د انصاف ، خوشحالۍ او ښه حکومت دور وو. ایس اي فاینر یو تاریخ لیکونکی دی چې د مغولو د سلطنت مطالعه يې کړې او بیا يي ټول معلومات په درو جلدونو کې راټول کړي دي. فاینر لیکي د مغولو سلطنت په فتوحاتو ولاړ وو، ددښمن د مال لوټ مار به په کې کېده، انتظامیې ټیک (سم) کار نه کاوه، منظمه نه وه او درغلي په کې کېده.

د پخواني وزیر اعظم زوی عبدالقادر ګیلاني هم د درغلۍ د تورونو له کبله په بیا بیا عدالت ته تللی دی
د پخواني وزیر اعظم زوی عبدالقادر ګیلاني هم د درغلۍ د تورونو له کبله په بیا بیا عدالت ته تللی دی
دغه شان د انګرېزانو ایسټ انډیا کمپنۍ په دور کې چارواکو په لندن کې د خپلو برخوالو د مالي ګټو فکر کاوه نه چې د ولس. او دغه شان ځان ته يې هم د مالي ګټو بندوبست کاوه.

دا لړۍ تر ۱۸۵۷ز کاله روانه وه کله چې ملکه ویکټوریا نېغ په نېغه هندوستان په خپل واک کې واخیسته او د حکومت د انتظام له پاره اخلاقیات یوه بنیادي ستن وګرځول شوه. هڅه وشوه چې واکمني په ایماندارۍ سره وشي. نن سبا چې خلک په پاکستان کې د کوم روښانه دور ارمان کوي هغه په اصل کې دغه دور وو خو دوی دا خبره هېروي چې دا څه اسلامي نظام نه وو. په دغه دور کې هم چارواکي د مقابلې د امتحان د لارې غوره کېدل او تر ډېره حده ډېر ایماندار ول خو په ښکته کچ پټواریانو او پولیسو بیا هم درغلي کوله.

د پاکستان پر ولسمشر اصف زرداري هم د کرپشن تورونه دي
د پاکستان پر ولسمشر اصف زرداري هم د کرپشن تورونه دي
عرفان حسین لیکي په یوه مثالي ټولنه کې د کرپشن یا درغلۍ مخه نیول ممکن دي او یو شمېر پر مخ تللي هیوادونو په خپل نظام کې بې ایماني کمه کړې ده خو د دغې له پاره يې په غیر جانبدارۍ سره قانون عملې کړی دی او په یوه ډېره ایمانداره عدلیه يي تکیه کړې ده.

لیکوال په پای کې لیکي، د درغلۍ د نوغې ایستو لپاره یوه پاکه او تکړه عدلیه او یو داسې سیاسي طبقه لازمي ده چې د خپلو خپلوانو د خدمت پر ځای د ټول ولس خدمت کول غواړي.
XS
SM
MD
LG