د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان باید د حقاني ډلې پر ضد ګامونه واخلي'


ریاض موساخېل


اسلام اباد - د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي، د حقاني وسله واله ډله هغه ټول شرطونه پوره کوي چې د بهرني ترهګر سازمان په نوم ونومول شي.


هیلري کلنټن د خپل هیواد کانګرس خبر کړی دی چې حقاني اورپکه شبکه دې د ترهګرې ډلې په توګه په تور لېسټ کې شامله کړل شي. له دې کار سره به له دې ډلې سره هر ډول مالي او مادي اړیکي او مرستې جرم بلل کېږي.

مشال راډیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره په دې اړه اړیکی ټینګ کړ خو چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د امریکايي پرېکړې په اړه د دفاعي چارو کار پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر اسد منیر وايي، له دې عمل سره به پر پاکستان څه نا څه فشار راځي او پاکستان ته به ویل کېږي چې د دې ډلې او د پټنځایونو پر ضد دې کار روايي وکړي.

برېګېډییر منیر وايي، دا د پاکستان په ګټه ده چې د ټولې نړۍ په مقابله کې یو د حقاني ډلې مخالفت وکړي، ځکه پاکستان د اقتصادي او نورو اړتیاوو له پاره د بهرنیو هیوادونو محتاج دی.

د حقاني ډلې په اړه به اوس د امریکا کانګرس پرېکړه کوي چې ترهګر سازمان په توګه یې ونوموي. تر دې مخکې هم کانګرس د دې په حق کې رایه ورکړې وه.
XS
SM
MD
LG