د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر حقاني ډله بندیز به پر پاکستان څه اثرات ولري


د حقاني شبکې بنسټ اېښودونکی جلال الدین حقاني
د حقاني شبکې بنسټ اېښودونکی جلال الدین حقاني



پامیر ساحل - مشال راډیو

پراګ:- رویټرز خبري اژانس د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز یو رپورټ را اخیستی چې په کې ویل شوي، کېدای شي نن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، وسله واله حقاني شبکه د بهرني ترهګر سازمان په نوم ونوموي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د دې هیواد کانګرس د یوې میاشتې وخت ورکړی وو چې پر حقاني وسله والې ډلې دې د بندیز لګولو یا نه لګولو په اړه پرېکړه وکړي. که چېرې پر حقاني ډلې بندیز لګول کېږي نو د دې به څه پایلې وي؟ او دا عمل به د پاکستان و امریکا اړیکي کوم لوري ته بوځي؟

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او پوځ چارواکي دریځ لري چې که حقاني وسله واله ډله د ترهګر سازمان په نوم ونومول شي نو د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو په څېر له هیوادونو به دوی ته مالي مرستو مخنیوی وشي.

دا مالي مرستې د چندو په شکل کې ورکول کېږي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کار پوه او د پوځ پخوانی برېګېډییر سعد محمد خان وايي، یو خو حقاني شبکې ته پیسې د حوالې په وسیله ځي او بل دا چې خلک زکات ورکوي یا په نظریاتي توګه که له دې ډلې سره مرسته کوي نو پر هغې حکومتونه بندیز نشي لګولای:

((هغوی خو د بانکي تبادلو لار نه استعمالوي. هغوی خو د هونډۍ [حوالې] طریقه استعمالوي. دا دوی په خاصو موقعو هلته [یانې سعودي عرب او اماراتو] ته ځي او له هغه ځایه پیسې راځي او دا د هونډي په طریقه راځي. نو د هونډي پر طریقې خو د پاکستان یا امریکا څه کنټرول نشته نو په دې کې به هم مشکلات وي. [او که] د سعودي عرب حکومت پر چندو پابندي لګوي نو داخلي مسله به ځان ته پیدا کړي.))

که چېرې پر حقاني ډله بندیز لګول کېږي نو پر پاکستان د دې اثرات څه کېدای شي؟

پخوانی برېګېډییر سعد خان وايي، اصلاً د امریکا دا عمل به پر پاکستان فشار زیات کړي چې د وسله والو پر ضد ګام واخلي:

((د حقاني نیټورک خو بهر څه داسې [شتمنۍ] نشته او نه یې د بهر تګ څه اراده شته. نو په [سمدستي توګه] خو د هغوی پر عملیاتو کولو یا پر قابلیت څه اثر نه غورځېږي. خو زما په خیال دا به پر پاکستان فشار زیات کړي؛ چې [پاکستان] یو خو پر حقاني شبکې [بندیزونه] ولګوي چې هغه په افغانستان کې عملیات کوي هغه ختم کړي یا یې کم کړي. او یا پاکستان د هغوی خلاف [د حقاني شبکې پر وړاندې] څه عملیات وکړي، او له خپلې علاقې هغوی بهر وباسي.))

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې مشر پوهاند ډاکتر اعجاز خان هم له برېګېډییر سعد سره همنظره دی. نو که پر پاکستان فشار زیاتېږي نو د واشنګټن و اسلام اباد اړیکي کوم لوري ته تللای شي؟

پروفیسر اعجاز خان وايي، په داسې صورت کې به پاکستان اړ شي چې د وسله والو پر ضد سم عمل وکړي، که نه نو دا کار به امریکا بیا د خپل قانون تر مخې کوي:

((لازمي خبره ده تعلقات به ښه کېدو خوا [ته] نه ځي، ځکه چې بیا به خبره [دا شي] چې پاکستان [باید] تعلقات هم وساتي او بیا باید [جدي اقدام] واخلي. که پاکستان [اقدام] بیا هم نه اخلي او هغې خوا ته [په افغانستان کې د وسله والو فعالیت] روان وي نو بیا به امریکا د خپل قانون تر مخې پابنده وي چې د حقاني نیټورک خلاف هر قسم [ګام] واخلي او د هغې کیسې بندې کړي. او که حقاني شبکې ته څوک پناه ورکوي یا تعلق ورسره ساتي له هغوی سره هم خپل عمل وکړي.))

پوهاند ډاکتر اعجاز خان وايي، پر حقاني شبکې بندیز به ډېر مهم ګام وي او په دې سیمه کې د ترهګرۍ ضد د جګړې یوه نوې څېره تشکیلولای شي.

XS
SM
MD
LG