د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان دې شعیه ګانو ته حفاظت ورکړي"




د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هيومن رایټس واچ پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې سمدستي دې داسې ګامونه پورته کړي چې شيعه ګان د مخالفه سني اکثريتي د ځینو ډلو له بريدونو وژغورل شي.

نيويارک ميشت سازمان په خپل نوي بيان کې ويلي په ټول پاکستان کې سږ کال لږ ترلږه درې سوه شل شیعه ګان په هدفي وژنو کې په نښه شوي دي.

د سازمان په خبره په بلوچستان کې هزاره ګان زيات ځوريدلي دي چې تر سلو زيات کسان يې وژل شوي دي.

هيومن رائتس واچ وايې ، چارواکي د لشکر جهنګوي چې ورباندي په ښکاره بنديز دی، په شان سني وسله والو ډلو پر ضد په ګامونو اخیستو کې پاتې راغلي.

لشکر جنګوي په نوولس سوه نويمه لسيزه کې د جوړيدو وروسته په سني وسله والو ډلو کې تر ټولو سخت دريځه ګڼل کيږي چې ورباندې د سلګونو شيعه ګانو د وژلو تور دی. په دې ډله په دوه زره يوم کال بنديز و لګېدلی وو.

XS
SM
MD
LG