د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي کابینې د ترهګرۍ مخنیوي ترمیمي بل منظور کړ




د پاکستان وفاقي کابينې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د ٢٠١٢م کال لپاره مجوزه ترميمي بل منظوري ورکړه.

بېګا شپه د وزيراعظم راجه پرويز اشرف په مشرۍ کې شوي د وفاقي کابيني په غونډه کې د ترهګرۍ مخنیوي ترميمي بل ته د فيیېر ټرایل اېکټ (دروڼې مقدمې قانون) نوم ورکړل شوی دی او په دې قانوني مسوده کې مواصلاتي اطلاعاتو ته قانوني درجه ورکړل شوه چې او په عدالت کې د مقدمې چلولو پر وخت به اوس بريښنا ليک، ټيلي فون او نور مواصلاتي اطلاعات د قانوني شهادت په توګه وړاندې کېږي.

تر نوي قانون لاندې له ترهګرو سره مالي مرستې کول به نۀ معافېدونکی جرم وي او په دې جرم ککړو خلکو جائيدادونه به ضبطېږي او بينکي کهاتي به یې هم کنګلېږي.

د قانوني چارو کارپوه شهاب الدين خټک وايي چې د ترهګرۍ مخ نيوۍ کې به دا قانون مرسته کوي خو حکومت ته دا قانون سازي له نننه ٥ يا ٦ کاله وړاندي کول پکار وه او که حکومت په دې رفتار سره قانون سازي کوي نو نتائج به یې ښه نه راوځي.

نوموړي وويل چې له تيرو لسو کالو راهسیې چې کومه ترهګرۍ روانه ده نو دا قانون له دې مخکې وړاندي جوړ کړل شوی وو او حکومت د هغي نه کار اخلې پکار خو دا ده چې حکومت دي په سمدستي توګه په دي قوانينو کې بدلون وکړي چې دا شان په ملک کې د ترهګرۍ مخنيوې وشي.

په سياسې چارو نظر لرونکې ايمل خټک وايي، چې ساینس او ټيکنالوجۍ ډيره ترقي کړيده او په ساینسي طريقه د شهادت راټولولو يا يو جرم ثابتولو طريقي په ذړو قوانينو کې شاملې نه دي نو دي لپاره د نوې قانون ضرورت وو چې په هاغه کې د تحقيق چې کومې دا نوې ذريعې دي او يا د شهادت چې کوم قسمونه دي چې دا هم پکې شامل کړي نو دا شان به د جرمونو په مخنيوې کې مثبت پرمختګ وشي .

د کابينې په غنډه کې قامي او صوبايي اسمبلو کې د اقليتونو څوکۍ زياتولو لپاره مجوزه ترميمي بل مسودي منظوري هم ورکړل شوه چې تر مخې به په قامي اسمبلي کې د اقليتونو د څوکو کوټه له لس نه ١٤ شي او په څلورواړو صوبايي اسمبلو کې به هم د اقليتونو لپاره يوه يوه څوکې زياتېږي.

ايمل خټک وايي، چې پاکستان کې په ګڼشمېر کې اقليتونه هم ميشت دي او دوي ته په پارلمان کې جايز نمائندګې ورکول يوه ښه خبره ده او چې کله دا اقليتونه په پاليسۍ جوړونکې ادارو کې موجود وي نو بيا به ده دوې ته حقونو هم خيال ساتل کيږي.
د دې تر څنګه په غونډه کې بجلۍ غلا او تنصيباتو ته د زيان رسولو خلاف مجوزه قانوني مسودې ته هم منظوري ورکړې شوه او دا شان به دا درې واړه بلونه پارليمان ته د قانون سازۍ لپاره وړاندې کېږي.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG