د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د دوو سواتیانو په ګډون اووه تنه ووژل شول




ظفر کریمي مشال راډيو

کراچۍ:- د پاکستان په ستر صنعتي او کاروباري ښار کراچۍ کې د تشدد په تازه پېښو کې له وړمې ورځې راهیسې د یو پولیس افسر په ګډون اووه کسان وژل شوي دي ـ

د کراچۍ پیر اباد پولیس وایي د نهې یا سه شنبې په مازیګر د ښار فرنټیر کالونۍ په سېمه کې د نامالومه کسانو په ډزو دوه کسان وژل شوي دي ـ د یادې سېمې ایس ایچ او اشفاق مشال ریډیو ته ویلي دي چې وژل شوي دواړه کسان د خېبرپښتونخوا صوبې استوګن او په دغه علاقه کې چوکیداران و ـ

((دوی د سوات استوګن و او په دغه سېمه کې له تېرې اوږدې مودې راهسې چوکیداران و ـ دوی په فرنټیر کالونۍ کې خپله دنده ترسره کوله چې نامالومه وسله وال په موټر سایکلو راغلل او په دوی یې ډزې وکړې ـ د ډزو په نتیجه کې دوه چوکیداران ضامن شا او ذاکر وژل شوي او دریم چوکیدار ګل حیات ژوبل شوی دی ))ـ

فرنټیر کالونۍ په کراچۍ ښار کې د پښتنو ګڼ میشته سېمه ده ـ په دې علاقه کې څو ورځې وړاندې د عوامي نیشنل ګوند صوبایي عهدیدار امیر سردار د هغه له درو نورو ملګرو سره په ډزو وژل شوی و ـ ددغې پېښې دوه ورځې روستو هم په همدې سېمه کې د عوامي نیشنل ګوند سند صوبې جنرل سیکرټري بشیر جان په ګاړي نامالومه وسله والو د لاسي بمونو حمله کړې وه ـ له دغې حملې څخه نوموړې ژوندې وتلې و ـ
د امیر سردار او د هغه د ملګرو د وژنې پړه ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په خپله غاړه اخیستې وه ـ

د تشدد یو بله پېښه د ښار په خداد کالونۍ کې مخې ته راغلې ده چې د پولیسو په خبره یو پولیس افسر سیدعلي محسن جعفري پکې وژل شوی دی - پولیس وایي وژل شوي پولیس افیسر په نویمه لسیزه کې ترسره شوي د کراچۍ په اپریشن کې برخه اخیستې وه ـ

یاده دې وي په کراچۍ ښار کې د کال ۱۹۹۲ کې د هغه وخت حکومت اپریشن کړی و ـ په دغه اپریشن برخه اخیستونکي زیاتره پولیس افسران د ښار په بېلابېلو برخو کې د نامالومه کسانو لخوا وخت په وخت په نښه شوي دي ـ

د تشدد نورې پېښې د ښار نوی کراچۍ ، کارادر، ماړي پور او سعید اباد په سېمو کې مخې ته راغلي دي ـ د ژغورنې ادارې وایي په دغو پېښو کې څلور نور کسان وژل شوي دي ـ په وژل شویو کسانو کې یو تن د واکمن پیپلز ګوند غړی هم شامل دی ـ

XS
SM
MD
LG