د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: پر جنازه برید د سیمې استخباراتو کړی دی


 د ننګرهار دور بابا په جنازه کې د ځانمرګي برید یو ژوبل تن روغتون ته وړل شوی
د ننګرهار دور بابا په جنازه کې د ځانمرګي برید یو ژوبل تن روغتون ته وړل شوی




د افغانستان ولسي جرګې ځينې استازي وايي، په ننګرهار کې د نهې په ورځ ځان وژونکي بريد کې د سيمې استخبارات لاس لري.


په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي عبدالغفار قايل وويل، په دې بريد کې طالبان او د سيمې استخبارات لاس لري.

خو ښاغلي قايل ونه ويل چې د کوم هېواد استخباراتو په پروني بريد کې لاس درلود.

وخت ناوخته په افغانستان کې په بريدونو کې ايران او پاکستان په لاس درلودلو تورن شوي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي د نهې ورځې په ځانمرګي برید کې چې په دوربابا ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو شوى، ٢٥ تنه وژل شوي او تر ۷۰ زیات ژوبل دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي مشال راډيو ته وويل چې په پيښه کې د دور بابا ولسوال هميشه ګل ټپي شوي او زوی يې وژل شوی دی. او د هغه ورور ټپي دی.

د ننګرهار د عامې روغتيا ريس بازمحمد شيرزاد وايي، چې شپيته تنه ټپيان روغتون ته راوړل شوي.

« زموږ ټولو روغتيايي مراکزو ته د غني خيلو د روغتون په شمول، ۵ تنه مړي او شپيته تنه ټپيان راوړل شوي. همدا رنګه ۴ تنه مړي د غني خيلو روغتون ته وړل شوی دي. د ټولو ټپيانو تداوي روانه ده. په روغتون کې بيړنی حالت نافذ شوی. له نوکريوالو ډاکټرانو پرته له کلينيکونو څخه هم ډاکټران راغوښتل شوي دي»

د ننګرهار په مرکزي روغتون کې د اصحوابي په نوم يو تن ټپي مشال راډيو ته د سترګو ليدلی حال څه دا رانګه ووايه:

« د حاجی رسي په نوم زموږ يو تن قومي مشر په حق رسيدلی و. په درې بجې يې جنازه وشوه. بيا د مرحوم د وروستي ديدار په خاطر خلک د تابوت په لور روان وو، حکومتي چارواکي هم وو. ولسوال صاحب هم راغلی و. زه هم د جنازی تر څنګ وم چې يو تن رامنډه کړه او ځانته يې چاودنه ورکړه. ګڼ شمير خلک مړه او زخميان شول. زه خپله هم زخمي يم.»

يو تن عيني شاهد چې د نوم له ښودولو يې ډډه کوله وايي چې د مرحوم وروستی ديدار يې کولو چې يو تن رامنډه کړه او يوه زورداره چاودنه وشوه.

د شينوارو د مرکزي شورا مشر پاينده ګل وايي چې مسلمان داسې ناوړه عمل هيڅکله نه تر سره کوي.

« تاسو خپله فکر وکړیء، هر څوک شعور لري، اسلام د امن دين دي. اسلام هيڅ وخت شر نه خوښوي. دا کارونه چې هر څوک کوي، دا د اسلام دښمن دی. او د اسلام د بدنامولو په خاطر دا کارونه کوي.»

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزې وایي، حمله کوونکو د دوربابا ولسوال همیشه ګل په نښه کولی.

ستانکزی وایي، حمله وسله والو طالبانو کړیده. خو طالبان یې ذمه واري نه مني.

تېره میاشت د دوربابا خلکو د وسله والو طالبانو خلاف پاڅون اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG