د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اکبر بګټي کېس اورېدنه کې آفتاب شېرپاو وروبلل شو


نواب اکبر خان بګټي له خپل قامي لښکر سره
نواب اکبر خان بګټي له خپل قامي لښکر سره



بلوچستان هايي کورټ د وژل شوي بلوڅ ملتپال نواب اکبرخان بګټي په کېس کې دوو نومول شويو کسانو ته بیا هم د يوې میاشتې وخت ورکړی.

د پاکستان پيپلز ګوند شیرپاو ډلې مشر افتاب احمد خان شيرپاو او د بلوچستان د هغه وخت وزیراعلی جام يوسف ته د یاد عدالت د جسټس جمال خان مندوخېل او جسټس مصطفی مینګل په مشرۍ کې په دوو بېل بېل اورېدنو کې ددواړه ضمانت د اکتوبر تر لومړۍ اوونۍ پوري غځول شوی. افتاب شیرپاو چې د دوشنبې په ورځ عدالت ته حاضر شو، تر اورېدني وروسته يې له رسنیو سره په خبرو کې وویل

؛ موږ په اورېدنه کې ورته وویل؛ چې دا صوبايي مسله ده، او په دې کې زموږ هیڅ کار نه وو. تر کومه ځايه چې د اکبربګټي صیب د وژلو پېښه ده، نو موږ هم افسوس کوو. ځکه چې زه خپله له همدغسې يوې پېښې سره مخامخ شوی یم. چې زما ورور يې رامړ کړ. ماته پته ده، چې څومره سړی غمژن وي؛

د بلوچستان های کورټ په دې اورېدنه کې د هغه وخت د کورنیو چارو مرکزي وزیر افتاب شیرپاو عدالت ته وویل؛ په کوم وخت کې چې د بګټي پر ضد عملیات کېده، نو دوي ته هیڅ معلومات نه وو. ددې په ځواب کې د عدالت له لوري ورته وویل شوو، چې تر پېښي وروسته بیا دوي ولې استعفا ور نه کړه. په همدې بیا افتاب شیرپاو چوپ پاتې شو. هلته د وژل شوي بلوڅ مشر نواب اکبر خان بګټي وکیل هادي شکیل بیا رسنیو ته وویل؛ د دواړو نومول شويو کسانو په بیانونو کې توپير وو، چې په همدې دا اورېدنه تر يوې میاشتې پورې وځنډېده.

؛ په دې اورېدنه کې چې جام يوسف کوم بیان تفتیشي افیسر ته ور لیکلی وو، هغه يې پېښ کړ. لاکن معزز عدالت تفتیشي افیسر ته وویل؛ دا کومې پلټنې چې تاسو کړې، سمې نه دي. او له همدې امله په هغه بیان کې چې په عدالت کې ورکړل شوی وو، او د هغه بیان تر منځ چې پولیسو ته ورکړل شوی وو، څه توپير مالومېده؛

تر دې وروسته د بلوچستان هايي کورټ دا اورېدنه د اکتوبر تر لومړۍ اوونۍ پورې وځنډوله. د ویلو وړ ده چې بلوڅ ملتپال او پخوانی ګورنر نواب اکبرخان بګټی د پخواني امر جنرال ریټايرډ پروېز مشرف په واکمنۍ کې په ۲۰۰۶ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی وو. چې وروسته بیا د وژل شوي بلوڅ ملتپال زوی جمیل بګټي د پروېز مشرف د هغه وخت د لوړپوړو چارواکو پرضد رپوټ درج کړی وو.

XS
SM
MD
LG