د لاسرسي ځای

تازه خبر

لویه پکتیا:دایتلافي ځواکونوبمباري،۳۰ وسله وال مړه



د افغانستان په لویه پکتیا کې امنیتي مسوولین او سیمه ییز چارواکي وايي چې د ایتلاف هوايي ځواکونو د خوست پکتیا ولایتونو تر منځ په غرنیو سیمو کې د وسله والو پر څو مرکزونو درنه بمباري کړېده.


دا بمبارۍ په ډم منګل ، پیړي کنډو او کوسین نومي سیمو کې تر سره شوې دي. د چارواکو په وینا په دې کې تر دېرشو زیات ځايي او بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي اردو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې په وژل شویو کې اته تنه د وزیرستان اوسېدونکي هم شامل دي چې مړي یې د سره صلیب په مرسته د هغوی خپلوانو ته ورلېږل شوي دي.

د ځدراڼو د وزي ولسوالۍ ولسوال عبدالولي ځدراڼ هم په دې بمباریو کې تر دېرشو د زیاتو وسله والو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

په خوست کې د ایتلافي ځواکونو د مطبوعاتې څانګې مسوولینو هم د دې عملیاتو پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې په دې ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان هم وژل شوی دی.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG