د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د اختر نوي فلمونه)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په تېره خپرونه کې مو درته د کوچني اختر په مناسبت د موسیقۍ البمونو په اړه مالومات درکړي ول. دا ځل د کوچني اختر له پاره په سینما ګانو کې نندارې ته د ښودل شویو فلمونو په اړه غږېږو.

په نویو راغلیو فلمونو کې یو هم (غدار) نومېږي چې په کې له نوي ډول موسیقۍ سره سندرې ویل شوې دي.

د خیبر پښتونخوا یوه ځوان کمپوزر شاکر زېب مشال راډیو ته وویل چې په دې اختر کې پینځه فلمونه نندارې ته ښودل شوي دي چې په کې د غدار فلم موسیقۍ کمپوزیشن د ورکړی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فلمونو یوه ډایرېکټر لیاقت علي مشال راډیو ته ویلي، د غدار فلم موضوع په پاکستان کې روانو ټولنیزو حالاتو ګرد څرخي.

دی وايي، د پاکستان فلمي صنعت د پښتو پر فلمونو چلېږي.

د سندرو امېل په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم لرو.

خپرونه هره اوونۍ درته هارون باچا جوړوي.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
XS
SM
MD
LG