د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان و افغانستان وروڼه دي: زرداري


ریاض موسا خېل

اسلام اباد - د ايران په پلازمېنه تهران کې د بې طرفه هیوادونو غورځنګ غونډې ته د وینا پر وخت پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري ویلي، پاکستان او افغانستان دوه وروڼه ملکونه دي او د دواړو هیوادونو حالات پر یو بل اغېز لري.


د ده په وینا، په افغانستان کې د تېرو ۳۰ کالونو نا امنيو پر دواړو هیوادونو بد اغېز لرلی دی.

آصف زرداري وویل، پاکستان به د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کوي او په دې لړ کې به خپل کردار ته دوام ورکوي.

د ده په وینا، د افغان کډوالو مسله يوه ګرانه مرحله ده او بايد له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتو پر وخت نړيواله ټولنه دا خبره په پام کې ونيسي.

د ترهګرۍ په اړه د پاکستاني ولسمشر وېنا وه چې دا يوه نړيواله مسله ده او په دې جنګ کې پاکستان تر ټولو زيات زيان زغملی دی.

آصف زرداري وویل، په دې جنګ کې تر اوسه د پاکستان څه د پاسه ۴۰۰۰۰ خلک وژل شوي او تر ۸۰ اربه ډالرو زيات مالي زيان ور رسېدلی دی.

د ولسمشر په خبره د مسلو د حل آسانه او ګټوره لار خبرې اترې دي؛ او دا چې د ترهګرۍ پر ضد د جنګ ګټلو له پاره اړینه ده چې د خلکو زړونه او ذهنونه وګټل شي.

د بې طرفه هیوادونو غورځنګ دا شپاړسمه غونډه وه او د راتلونکې غونډې له پاره وېنېزوېلا د کوربه توب وړانديز کړېدی.

راتلونکې غونډه به په ۲۰۱۵ز کال کې کېږي.
XS
SM
MD
LG