د لاسرسي ځای

تازه خبر

اندونیزیا کې له ډوبې شوې کشتۍ ۲۲ کسان ژغورل شوي


په یوه بیړۍ کې پنا غوښتونکي سپاره دي او غواړي اسټریلیا ته لاړ شي
په یوه بیړۍ کې پنا غوښتونکي سپاره دي او غواړي اسټریلیا ته لاړ شي

له AP آژآنس څخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نجیب عامر ژباړه


خبري آژانس ایسوشیټډ پریس په یو راپور کې لیکي چې ژغورونکي هڅه کوي د انډونیزیا له سمندر نه ، هغه ډوب شوي کسان راوباسي چې د پنا غوښتلو په موخه یې په یوه بیړۍ کې اسټریلیا ته سفر کولو. دا بیړۍ چې یو سل او شپږڅلویښت کسان پکې سپاره وو د چارشنبې په ورځ ډوبه شوه. تراوسه دوه ویشت کسان ژوندې راویستل شوي چې د شپږو په اړه یې ویل کیږي چې افغانان دي.


له افغانستان ، ایران او سري لنکا نه د پنا غوښتنې په موخه خلک هڅه کوي چې د کب نیولو په بیړیو کې چې زښته زیات کسان پکې سپاره وي، له اندونیزیا اسټریلیا ته ځانونه ورسوي.

په هم دې لاره، په جون میاشت کې په ورته ډول د دوو بیړیو د ډوبیدو له امله ۹۰ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی و . د تیر کال دد سمبر میاشتې راهیسې د اسټریلیا په کرسمس جزیره کې دبیړیو د ډوبیدو له امله ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

ایسوشیټډ پریس خبري اژانس د اسټریلیا د کورنیو چارو د وزیر په حواله لیکي چې د زیارت له سهاره د خلکو د ژغورنې هڅې روانې دي ۲۲ کسان ژغورل شوي، خو لسګونه نور لاهم په اوبو کې ګیر پاتې دي.

دژغورونکې بیړۍ کپتان مانول نیستورس کو ، رسنیو ته ویلي چې په اوبو کې یې ځیني مړي هم لیدلي دي. د نوموړي په وینا کوم کسان چې ژغورل شوي هغوی نږدې څلور ویشت ساعته یې په اوبو کې تیر کړي وو. دی وايي په ډوبه شوې بیړۍ کې میرمنې او ماشومان هم سپاره وو. د کپتان د معلوماتو له مخې ژغورل شوي کسان له صحي پلوه ښه دي او ، ورته ګرمې جامې ورکړل شوي دي.

کپتان مانول نیستورس کو وايي، دوی نږدې وه چې د ژغورنې عملیات ودروي، چې د ژورو اوبو نه یې د شپیلیو او فریادونو غږونه واوریدل.

د ژغورنې په عملیاتو کې د استریلیا څلور بیړۍ او هیلي کوپتره هم برخه اخلي. همدارنګه دا شمیره به نوره هم زیاته کړل شي.

داسټریلیا چارواکي وايي، د چارشنبې په ورځ ورته د ډوبې شوې بیړۍ نه یو چا د سټلایټ د لارې فون وکړو او ویې ویل چې د بیړۍ ماشین له کاره لویدلی او د ۱۵۰ و کسانو ژوند په خطر کې دی. هغه مهال بیړۍ د ( جاوا ) سیمې نه د پنځلسو کیلو میټرو په واټن کې وه.

داندونیزیا ژغورونکو هم د شورو په ورځ د ژغورنې عملیات پیل کړي وو خو تر ناوخته یې د خلکو او د بیړۍ څرک نه و لګولی، چې بیا وروسته د اسټریلیا ژغورونکو ډلو هڅې پیل کړې چې له مخه یې د ۲۲ و کسانو ژوند وژغورل شو.

داسټریلیا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رچرډ مارلز وايي ددې خبرې اړتیا لیدل کیږي چې دارام سمندر په څنګ کې په ( پاپوا نیو ګینیا ) او ( ناورو ) کې قید خانې جوړ کړای شي، چې نور کسان دې ته تشویق نه شي چې په دې خطر ناکو لارو سفر وکړي.
XS
SM
MD
LG