د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مذهبي سپکاوي تورنه رمشا ‌ذهني ناروغي لري



رابعه اکرم مشال راډيو


اسلام آباد:- د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوې عيسوۍ نجلۍ رمشا وکيل وايي چې د هغه ۱۴ کلنه ده او ذهني عمر یې لا پوخ نه دی. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د طبي معاينې راپور په عدالت کې داخل کړل شوی او د ديرشم اګست په سهار به د هغي د ضمانت په اړه په عدالت کې اوريدنه وي.

،،سبا سهار به په عدالت کې د رمشا د ضمانت په باب اوريدنه کيږي او د هغي کم عمري د ضمانت مضبوط بنياد دې،او د مذهبي علماء چې کوم بيانونه د دې کيس پحقله راغلي ديو زما به فکر دا به هم یو لویه مرسته وکړي او د حوصلي وړ خبره ده چې داسي خبرې غندل کيږي،،
د مذهب د سپکاوي په الزام کې نيول شوې رمشا دا وخت د پنډۍ اډياله جيل کې ده.
د ټول پاکستان علما کونسل مشر طاهر اشرفي له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې د رمشا طبي راپور ښيي چې د هغې دماغي حالت سم نه دی.
،،رمشا پاکستانۍ ده،د پاکستان لور ده،او له دې سره به په هيڅ صورت کې نا انصافي نه کيږي،په دې کيس کې موږ غواړو چې نه دې پرعدالت څه دباو واچول شي او نه دې مذهبي طبقي،عدالت دې په ميرټ فيصله وکړې او دې لپاره مونږ خپل کوښښونه کوو،،
د جماعت اسلامي نايب امير سراج الحق وايي چې د دي کيس دې بې طرفه پلټني وکړې شي.
،،دا عدالتي فيصله ده،سياسي کول نه ده پکار او په دې د اولس فشار هم نه دې پکار.عدالت په دي سلسله کې پريښودل پکار دې چې په ازادانه ماحول کې پلټنې وکړي،شريعت کې د توبي، او معافې لاره هم شته،او په دې بنياد موږ ته داسي لاره خپلول پکار دې چې هغه د ټول انسانيت لپاره مشعل راه جوړه شي،،

د پاکستان علما کونسل مشر طاهر اشرفي زياته کړه چې له بده مرغه خلک د توهين عدالت د قانون نه ناجايزه فايده اوچتوي.
،،کومي معاملي چې مخي ته راروانې دي که هغه د زمکې قبضه کولو مسله ده او که څه نور،نو که وکتل شي دا ډيره د بدقسمتۍ خبره ده چې موږ ددغي مقصد لپاره د توهين رسالت يا د قران د توهين خبره مخي ته راولو،زه ګڼم چې دا جهالت هم دی او بې حسي هم ده،او پاکستان کې چې د غير يقينۍ صورتحال پيدا شوی دی نو دا دهغي اثرات هم دي،،
د رمشا وکيل مشال راډيو سره خپلو خبرو کې هيله ښکاره کړه چې د اګست په ديرشمه نيټه به د رمشا ضمانت وکړل شي.

XS
SM
MD
LG