د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني شبکې د قومندان بدرالدين په وژنه یوه لیکنه






امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يو مطلب کې ليکلي چې افغان چارواکو په شمالي وزيرستان شوي د يوه وروستي ډرون بريد په ترڅ کې د حقاني شبکې د قوماندان بدرالدين وژنه تاييد کړې ده . خو په عين وخت کې د طالب وسله والو په حواله وايي چې دغه خبرونه دروغ دي او دا چې بدرالدين په افغانستان کې دی او روغ رمټ دی .

ورځپاڼه وايي که چيرې د نوموړي د وژنې خبرونه ريښتيا وخېژي، نو دا به د حقاني شبکې لپاره، چې د بدرالدين پلار جلال الدين حقاني جوړه کړې وه، او کومه چې له طالبانو او القاعده سره په اړيکو او د افغانستان دننه د يو شمېر ترورېستي بريدونو، هدفي وژنو او سړي تښتونې د پېښو لپاره تورنه شوې ، يو غټ ګذار ثابت شي .

ورځپاڼه وړاندې ليکي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه د پاکستان په لرې پرته او خطرناکه قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې کېږي، او خبريالان او يا هم بل څوک نه شي کولای دغلته د يو چا د وژنې د خبرونو تصديق وکړي . د واشنګټن پوسټ په وينا، امريکا د ډرون بريدونو د خپل پروګرام په اړه ډاګي خبره نه کوي، چې له کبله يې يوې خوا ته د دې حملو پر ضد د پاکستاني ولس غبرګون پارولی او بلې خوا ته يې د واشنګټن او اسلام اباد تر مينځ اړيکې هم کړکېچنې کړې دي .

د ورځپانې په ليکنه، امريکا له اوږدې مودې راهيسې حقاني شبکه په افغانستان کې مېشتو د خپلو او ناټو ځواکونو د امنييت او هم د دغه هېواد د ثبات پر وړاندې د يوه جدي خطر په توګه يادوي.

ژباړه: هارون باچا

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG