د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې له ولسي زیانه پوځي عملیات باید څنګه وشي؟




بوریوال کاکړ

پراګ: که څه هم د پاکستان حکومت او پوځ د دې خبرې پخلی نه دی کړی چې دوی په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي خو بیا هم د شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د ځايي مشرانو یو جرګې د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ چې که یې په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړل نو دوی به د پاکستان د نورو برخو پر ځای افغانستان ته ولاړ شي.

هغوی وویل چې افغانستان ته ځکه ځي چې د پاکستان په نورو ښارونو کې به هم سم چلن نه ورسره کیږي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا په یوه سیمه کې د پوځي عملیاتو کولو لپاره له سیمې د خلکو اېستل څومره ضروري وي او ایا داسې هم کېدای شي چې هم عملیات وشي او هم ځايي خلکو ته زیان ونه رسیږي؟

په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو موضوع په داسې وخت کې توده شوېده چې له خیبر ایجنسۍ او باجوړه بې کوره شوي په زرګونه خلک لا هم د نوښار په جلوزو کېمپ کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

خو د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل اوسېدونکو د یوې جرګې له لارې د پاکستان حکومت ته ویلي چې یا خو دي د دوی په سیمه کې عملیات نه کوي او که یې کوي نو دوی به د پاکستان نورو ته نه بلکې افغانستان ته کډې وکړي.

د امنیتي چارو کارپوه بریګېډیر سعاد محمد خان وايي ، له شمالي وزیرستانه د ولس اېستلو ته اړتیا نشته.

د هغه په وینا دا ځکه چې هلته که پوځي عملیات کیږي هم نو به په نورو سیمو کې له تر سره شوو عملیاتو سره توپیر ولري.

( دې خلک چې کوم مرکزونه ، د تربیت ځایونه او یا اډې جوړې کړې دي ، هغه په داسې ځایونو کې دي چې هلته عام ولس نشته. که چیري خال خال په کې عام ولس وو نو هغوی اوس د ډرون الوتکو د بریدونو له ویرې اوس هلته نشته. نو زما په خیال چې په شمالي وزیرستان کې د هغسې عملیاتو لکه څنګه چې په باجوړ ، سوات او بونېر کې شوي وو ضرورت نشته ).

که چیري په یوه سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات کول وي نو طریقه یې څنګه په کار ده . د امنیتي چارو یو بل کارپوه امرالله امان په دې اړه داسې وايي.

( وار له مخه هغه سیمه باید محاصره شي او د هم هغې منطقې خلک باید په دروازو کې ودروي او کلیوالو ته داسې وویل شي چې تاسو دا بې غرضه کسان او د کور والا به له دې لارې ووځی. چې هر سړی د څهرې له لحاظه وپېژني چې دا هم هغه خلک دي چې موږ پرې عملیات کوو او که نه دلته اوسېدونکي عام خلک دي ).

له امرالله امان څخه مي وپوښتل چې ایا داسې کېدای شي چې د عام ولس له بې کوره کولو او زیانمنولو پرته د هغوی په سیمه کې عملیات وشي. نو هغه وویل په یوه سیمه کې د عملیاتو لپاره تر ټولو ضروري بشپړه استخباراتي مالومات دي.

( پوځ ته خو لومړی دا په کار ده چې دوی په کومه سیمه کې عملیات کوي نو د هغې سیمې په اړه دوی باید دقیق استخباراتي او مالوماتي رپوټونه ولري. لومړی مسوولیت د استخباراتو دی چې له خپلو ایجنټانو څخه د جغرافیايي نقطې تصدیق کړي. د خلکو د شمېر ، وسلو او د هغوی هدفونه په ډاګه کړي. چې کله داسې وشي نو پوځ ته ورکړل شي او پوځ پر هغه ډېر کره کار وکړي چې عام او بې ګناه خلک ونه وژل شي ).

بریګېډیر سعد محمد خان هم وايي چې د عام ولس ژوند په داسې حالت کې خوندي پاتې کېدای شي چې عملیات کوونکي ځواکونه د دې سیمې په اړه پوره مالومات ولري.

( بې له استخباراتي مالوماتو داسې عملیات کول خو په خپله یو خودکشي ده. چې له تاسو سره استخباراتي مالومات موجود وي او تاته مالومه وي چې څوک څه کوي ، پر کومه لاره ځي او پر کومه لاره راځي نو زما په خیال په همدې توګه خلک ژغورل کېدای شي) .

دا چې د پاکستان د پوځ چارواکي دې موضوع ته په کوم نظر ګوري ، په دې اړه مو د هغوی د دریځ مالومولو لپاره له هغوی سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG