د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د مذهبي مقدساتو سپکاوي ضد قانون


د رمشا مسیح د کور ور تړلی دی. نوموړې د قران د سپکاوي په تور د پولیسو په ولکې کې ده.
د رمشا مسیح د کور ور تړلی دی. نوموړې د قران د سپکاوي په تور د پولیسو په ولکې کې ده.
ژباړه: شاهین بونیری
لیکوال: رضا سیاح
سرچینه: سي این این ووبپاڼه

په پاکستان کې پر یوې ۱۱ کالنې نجلۍ د قران پاک د توهین تور دی. هغه اوس چارواکو نیولې ده او ښکاري داسې چې د کورنۍ نور غړي يې د ځان د حفاظت له پاره په منډه دي.


د پاکستان د قانون تر مخې، که څوک د اسلام د مقدس کتاب یا پیغمبر سپکاوي وکړي نو دا یو جرم دی او سزا يې تل عمري قید یا مرګ او یا جرمانه ده.

په پاکستان کې د جناح انسټي ټیوټ په نامه د یو څېړنیز مرکز تر مخې، د مذهبي عقیدو او دودونو د حفاظت لپاره په کال ۱۸۶۰ م کې د برتانیې د حکومت له خوا یو قانون جوړ کړل شوی وو.

د ۱۹۸۰مې په لسیزه کې د پاکستان سخت دریځه پوځي واکمن جنرال ضیا الحق په دغه قانون کې بدلون راوست او د تل عمري قید او مرګ سزاګانې يې په کې شاملې کړې . ناقدین وايي، ډېرو خلکو دغه قانون د خپلو ذاتي دښمنیو د پاللو او پر اقلیتونو د ظلم لپاره په کار راوست.

د جناح انسټي ټیوټ چارواکي وايي، د کال ۱۹۲۹ او ۱۹۸۲ تر منځ د مذهب د سپکاوي د نهو پېښو خبر ورکړل شوی وو خو په تېرو ۱۵ کالونو کې دا شمېر زرګونو ته رسېدلی دی.

دا هغه ځای وو چې سلمان تاثیر په کې وژل شوی وو.
دا هغه ځای وو چې سلمان تاثیر په کې وژل شوی وو.
د سي این این په بلاګ کې لیکل شوي، په کال ۲۰۱۰ م کې د اسیه بي بي په نوم یوې عیسوي خواريکښې ته تر هغې وروسته د مرګ سزا واورول شوه کله چې د هغې یوې همکارې پر هغې د اسلام د سپکاوي تور پورې کړی وو.

د اسیه بي بي تر سزا څو میاشتې وروسته، د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر او د مذهبي چارو مرکزي وزیر شهباز بټي د مذهب د سپکاوي په قانون یا بلاسفیمي لا کې د بدلون غوښتنه وکړه او دواړه ووژل شول.

د ۲۰۱۰ کال د مې په میاشت کې وسله والو په دوو جوماتونو بریدونه وکړل او له احمدي فرقې سره تړلي ۹۰ کسان يې ووژل.

د عاصم سجاد په نوم د قاید اعظم پوهنتون یو استاد لیکوال ته ویلي، په ټولنه کې د طاقت ځېني مرکزونه دي چې بدلون نه غواړي.

استاد وايي، د ټولنې ډېر خلک دا هرڅه زغمي او ګېرچاپېره د ویرې له کبله څوک غږ (ږغ) نه شي کولای. ((عمومي تاثر دا دی چې سر ښکته ساته او په دې معامله کې ځان مه ښکیل کوه، ځکه چې که څوک داسې وکړي نو یا به جیل ته ځي او یا به وژل کېږي.

لیکوال د عاصم سجا د له خولې لیکي، چې د اولس مرسته نه وي، تر هغو د بدلون لپاره یو سیاسي عزم نه شي پیدا کېدای او چې سیاسي عزم نه وي د تر هغو د ولس مرسته نه شي ترلاسه کېدې.

دی زیاتوي: ((دا داسې ده لکه چې څوک وپوښتي چې ــــــــ ها (هګۍ) مخکې پیدا شوې ده او که چرګه؟))
XS
SM
MD
LG