د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي


د غزني ښار یو منظر
د غزني ښار یو منظر
سید شاه سقیم

غزني - افغان چارواکي وايي د غزني ولايت په درو ولسواليو قره باغ، اجرستان او اندړو کې افغان او بهرنيو سرتېرو عمليات کړي دي چې په پايله کې يې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور يې ژوندي نيولي دي.


د چارواکيو په خبره د غزني په اندړو ولسوالۍ کې افغان سرتېرو ته د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو څلور زره کيلو ګرامه چاودېدونکي تو هم په لاس ورغلي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي چې په ترسره شويو عملياتو کې افغان او بهرنيو سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

((په قره باغ کې د بهرنيو او کورنيو سرتېرو له خوا ګډ عمليات شوي دي چې په پايله کې يې د کوچيانو د ډلې څلور تنه جنګي قومندانان وژل شوي او درې نور يې ژوبل شوي دي دې ورته په اجرستان ولسوالۍ کې هم د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوندي نيولي دي بله خوا بيا د اندړو ولسوالۍ په کنصف سيمه کې د ملي امنيت سرتېرو عمليات کړي دي چې په پايله کې يې ۴۰۰۰ کيلو ګرامه چوونکي توکي نيول شوي او درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.))

وسله وال طالبان يوازې د اندړو ولسوالۍ پېښه مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي، په اندړو ولسوالۍ په يو کور چاپه وهله شوې او غړي يې هم وژل شوي او نيول شوي دي.

دی د چاپې قربانيان عام وګړي بولي.

پرون د جمعې ورځ په غزني ښار کې د غزني په پخواني والي او دا مهال د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون د قومندان فيضان الله فيضان په موټر هم وسله والو او ځانمرګو بريد کړی وو چې په پايله کې يې فيضان ژوبل او درې تنه بريد کوونکي ژوندي ونيول شول.
XS
SM
MD
LG