پاکستان پر امریکا غږ کړی چې بې له ځنډه ډرون بريدونه ودروي.
د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبر پاڼه کې وويل شوي دي چې تيره ورځ يې د امريکا سفارتخانې يو جګپوړی چارواکى خارجه دفتر ته ورابللی وو او بې له ځنډه یې ورته د ډرون بريدونو بندولو ږغ کړی دی.
خپرپاڼه کې وويل شوي دي چې دا بريدونه د نړیوال قانون خلاف ورزۍ سره سره د پاکستان د خودمختارۍ په ضد هم دي او دا بريدونو ترهګرۍ ضد جنګ ته د ګټې پر ځای زیان رسوي.
په اسلام آباد کې د امريکې سفارتجاني ترجماني راین هيریس له پاکستاني چارواکو سره د شوي ملاقات پخلی کړی خو په دې لړ کې يې له نور تفصيل شريکولو ډډه وکړه.
بد دفاعي چارو کارپوه بريګيډيئر سيد نظير وایي چې پاکستان د احتجاج باوجود امريکا ډرون بريدونو درولو ته تياره نه ده ځکه چې امريکا ګڼي په دې بريدونو په شمالي وزيرستان کې وسله والو طالبانو ته زيان رسوي خو پاکستان حکومت د ملکي ولس تر فشار دی چې امريکا دې بريدونه ودروي.
سيد نطير وايي چې ډرون بريدونو سره سره نورو يو شمير معاملاتو له وجې د پاکستان او امريکا تر مينځ تعلقات متاثره شوي دي او داسې نه ښکاري چې دا تعلقات به لکه د مخکې په شان بيا ښه شي ځکه چې د دواړو ملکونو مفادات مختلف دي او د لنډې مودې لپاره خپل اهداف مقرروي او تر دې لاندې خپل تعلقات ساتي.
ياده دي وي چې پاکستان لخوا د احتجاج باوجود نن د امريکا بي پلوټه الوتکو يو واري بيا د شمالي وزيرستان په شوال تحصيل کې درې بريدونه وکړل.
احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد