د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: قراردادیانو لپاره د امریکا امنیتي تدابیر





حمید مهمند


پراګ:ـ د ناټو چارواکي وایی، په افغانستان کې یې د ایتلاف قراردادي کارکوونکو لپاره له هغه وروسته تازه امنیتي تدابیر نیولي دي چې سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د ناټو په سرتیرو حملې زیاتې شوي.


په افغانستان کې د ناټو یو ویاند ویاند سټیف نیتا د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، چې دا تدابیر هغو ټېکه دارانو/ قراردادیانو لپاره دي، چې د پوځي زده کړو په برخه کې کار کوي. نوموړي ویلي، د ایتلاف تګلاره اجازه نه ورکوي، چې دغه تدابیر ورښانه کړای شي.


پدې اقداماتو کې قراردادي چارواکو ته د سفر لپاره د زغره وال ګاړي ورکول، چې پرمختللي مخابراتي سیسټم، جي، پي، ایس یا په ځمکه د موقعت د ښودلو سیسټم او ځانګړې وسلې لري شامل دي.

دا تدابیر پداسې حال کې نیول شوي، چې پدې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې د ملبسو کسانو لخوا په بهرنیو سرتیرو حملې زیاتې شوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په خپل یو رپورټ کې دې حملو ته اشاره کړې او لیکلي، چې دا د بهرنیو سلاکارانو او ددوی د افغان همکارانو ترمنځ واټن پیدا کوي.

په رپورټ کې لیکل شوي، چې دې حملو بهرني سلاکاران مایوسه کړي، چې له امله یی د افغان ځواکونو د روزنې کیفیت رالویږي.

افغان کتونکي هم دا مني، چې طالبان غواړي پدې حملو سره د افغان حکومت او د هغې د بهرنیو ملاتړ ترمنځ واټن رامنځ ته کړي.

خو دا، چې طالبان تر کومه حده خپل دا هدف ترلاسه کړې، ددفاع وزارت پخوانې مرستیال جنرال عتیق اله بریالې یی په اړه مشال راډیو ته وویل.

(دوی پدې لټه کې دي، چې په دا ډول مرګ ژوبلې پیښولو سره د ناټو د غړو هیوادونو د خلکو ترمنځ ویره رامنځ ته کړي، څو خپل هیوادونه مجبوره کړي، چې له افغانستان نه سرتیري وباسي.

دوی پدې کار کې زیات بریالي ځکه نه وو، چې د دوی د حملو زیات تمرکز په امریکایی او بریتانوي ځواکونو وو، چې دواړه زیات دهشت لري.

نو طالبان ددې هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي، خو د مرګ ژوبلې د اړولو او د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د بې باورۍ د فضا په رامنځ ته کولو کې بریالي وو. )

د والسټریټ ژورنال د رپورټ له مخې په تیرو دوو اونیو کې په دا ډول حملو کې شاوخوا لس امریکایي سرتیري وژل شوي.

د روان کال له پیله بیا پدې حملو کې د وژل شویو بهرنیو سرتیرو شمیر څلویښتو ته رسیدلې دې.

امریکایی مشرانو پدې مسلې ژوره اندیښنه څرګنده کړې او بارک اوباما ویلي، چې پدې مسلې به له خپل افغان سیال سره خبرې کړېدي.

XS
SM
MD
LG