د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر عیسوي انجلۍ دقرآن پاک د سپکاوي تورونه




په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې رچرډ لېبي لیکي، په اسلام اباد او خواشا سیمو کې مېشت عیسویان د هغه پیښې په اړه یو جدا نظر لري، چې په اړه یې ویل کیږي ، یوې دولس کلنې ماشومې د قران پاک پاڼې سوځولي دي. په دغه سیمه کې میشت عیسویان وایي، دغه ماشومه په ذهني توګه سمه نده، او په دې نده پوهه شوې، چې دا کومې پاڼې سوځوي، هغه د قران پاک وې، او یو بل نظر دا هم دی، چې دې ته دغه پاڼې یو هلک ورکړې وې ، خو دې نه دي سوځولې او هسې پرې تور ولګید.

لیکوال وایي ، چې څه هم وي، خو د دغه سیمې نه څه نا څه شپږو سوو عیسویانو له دې ویرې کډې وکړې، چې چرته د مسلمانانو لخوا د تشدد ښکار نه شي. پولیس وایي دغه دولس کلنه ماشومه یي ځکه هم ګرفتاره کړې ، چې د دوی په فکر په جیل کې به محفوظه وي.

د پاکستان د قانون تر مخه که چیرې په چا د مذهب د سپکاوي تور ثابت شي، نو د مرګ سزا او یا عمر قید هم ورته ورکړل کیږي. دا په دې وروستیو میاشتو کې داسې څلورمه پیښه ده، چې په پاکستان کې رامنځ ته کیږي، او د بشري حقونو لپاره کارکونکې ادارې وایي، په دغه هیواد کې د مذهب د سپکاوي خلاف قانون په غلطه توګه استمالیږي، چې اکثره د لږکیو او یا هم د مسلمانانو خلاف د ځینو ذاتي اختلافاتو او بدل اخیستلو د یوې الې په تور استمالیږي.

لیکوال رچرډ لیبي وایي، په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د پیښو او د هغې وروستو ردعمل ښکاره کوي، په دغه ټولنه کې د میشتو لږکیو او مذهبونو لپاره زغم او برداشت څومره کم دی.

په پاکستان کې د قامي یوالي د وزارت مشر پال بټي وایي، په پاکستان کې ډیر خلک داسې فکر هم کوي، په دغه هیواد کې میشت عیسویان د غربي نړۍ نمایندګي کوي. پال بټې د لږکیو د چارو د پخواني مرکزي وزیر شهباز بټي ورور دی، چې د مذهب دسپکاوي خلاف په قانون کې د بدلون په خبرو ووژل شو. او د هغه وړاندې د پنجاب پخوانی ګونر سلمان تاثیر هم د خپل یو ساتونکي لخوا په ډزو ووژل شو.

پال بټي دا هم وایي دوی په یوه خبره پوهه دي، داسې تورونه اکثره په بې وسه او غریبانو خلکو لګول کیږي، او زیاتوي، که چیرې داسې په مکمله توګه ثابته شي، په دغې ماشومې لګول شوي تورونه دروغ دي، نو بیا هم هغه او د هغې کورنۍ بیرته خپل عادي ژوند په خپل کور کې نشي کولی.

په دې لړ کې د تازه پیښې په اړه ولسمشر اصف علي زرداری ویلي، دوی به څوک دې ته پرینږدي، چې د مذهب سپکاوی وکړي، خو دا اجازت به هم چا له ورنکړي، چې په دې اړه د قانون غلط استعمال وکړي.

ژباړه:- فرخنده وزیر

XS
SM
MD
LG