د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند یو لوی سوداګر خپل کاروبار پاکستان ته غځوي





بريتانوي ورځپاڼه فاينينشل ټايمز په خپل يو رپوټ کې ليکي چې د ادي ګودريج په نوم د هند يو وتلی سوداګر پاکستان ته د خپل کاروبار د غځولو پلان لري . ورځپاڼې د نوموړي له خولې کښلي چې د ده کاروباري شرکت، چې په ۲۰۱۱ م کال کې يې ۳،۳ ميليارده ډالره ګټه (عوايد ) لرله، د روان کال تر پايه به پاکستان ته خپل صادرات پيل کړي .

ګودريج زياته کړې چې پاکستان د نفوسو د شمېر له پلوه د نړۍ شپږم غټ هېواد دی، ځکه نو ورسره تجارتي اړيکې لرل به يو مناسب اقدام وي .

د نفوسو د شمېر له پلوه د نړۍ شپږم غټ هېواد دی، ځکه نو ورسره تجارتي اړيکې لرل به يو مناسب اقدام وي .

ادي ګودريج


فاينينشل ټايمز ورځپاڼې د روان کال په اولنيو شپو ورځو کې نوي ډيلي ته د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري د سفر په يادولو سره ليکلي چې د ايټمي وسلې لرونکيو دغو دواړو هېوادونو تر مينځ د سوداګرۍ زياتېدل يو د پام وړ پرمختګ دی. ورځپاڼې دغه راز د پاکستان د يو ستر کاروباري ميا محمد منشا خبره هم راخيستې چې ويلي يې دي غواړي د خپل بانکي کاروبار لمن هند ته وغځوي .

ورځپاڼه پر مخ وايي، هند او پاکستان په دې وروستيو کې د ځينو قانوني مسالو په هوارولو سره د يو شمېر هندي مصنوعاتو پاکستان ته د صادرولو زمينه برابر کړه . که څه هم ويل شوي چې هندي سوداګرو ته لا هم په پاکستان کې د نېغ په نېغه پانګه اچونې اجازه نه ده ورکړل شوې، خو فاينينشل ټايمز د ښاغلي ګودريج له قوله وايي، دی هيله من دی چې په نيږدې راتلونکي کې دغه مشکل هم حل شي .

د ورځپاڼې په ليکنه، ادي ګودريج، چې د هندي صنعتکارانو د ټولنې مشر هم دی، په تېره مۍ مياشت کې يې له پاکستان سره د تجارتي اړيکو د پراخولو په هدف دغه هېواد ته د هندي سوداګرو يوه څلوېښت کسېزه ډله بوتله .

يادې بريتانوي ورځپاڼې په عين وخت کې د يو بل هندي سوداګر راجيو کمار، چې د دې هېواد د تجارت او صنعت د خونې يو فعاله غړی دی، خبره هم راخيستې چې وايي د پولې دواړه خوا سوداګر لېواله دي چې يو د بل مارکېټونو ته د رسېدو لارې چارې ولټوي . نوموړي ورځپاڼې ته ويلي چې هندي حکومت پاکستاني سوداګرو ته په دغه هېواد کې د نېغ په نېغه پانګې اچونې اجازه ورکړې ، خو پاکستان لا په دغه لړ کې کوم مضبوط ګام نه دی اخيستی .

ژباړه: هارون باچا

XS
SM
MD
LG