د لاسرسي ځای

تازه خبر

نغمه وايي :افغانستان کې موسیقۍ ته حالات ښه شوي دي


میرمن ښاپیرۍ نغمه د مشال راډیو په اسلام اباد سټوډیو کې
میرمن ښاپیرۍ نغمه د مشال راډیو په اسلام اباد سټوډیو کې


نغمه دا اونۍ د مشال راډیو په تاتره خپرونه کې میلمنه وه. نوموړې په اسلام اباد کې د مشال راډیو سټوډیو ته راغلې وه او د اوریدونکو پوښتنې یې ځواب کړې.

نوموړې وايي په ژوند کې یې تر ټولو زیاته مینه د خپل فن سره کړې ده او هوډ لري چې بیا هم خپل کار ته ادامه ورکړي او تر ډیره د فن په نړۍ کې پاتې شي.

ښاپیرۍ نغمه وايي چې لور یې ( لیمه ) هم ډیر ښکلی غږ لري او سندرې وايي خو خلکو ته نه ، بلکه یوازې دې ته او دا پرې هم فشار نه راوړي.

نوموړې همدارنګه په دې هم خوښي ښکاره کړه چې د پاکستان حکومت ورته د ښې هنرمندې دجایزې ( تمغه امتیاز ) د ورکولو پریکړه کړې ده.

دخپرونې کوربه نجیب عامر دی ، چې د اوریدونکو سره په بدرګه یې د نغمې نه پوښتنې کړي دي. دا مرکه لاندې اوریدلی شئ.


تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG