د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبڼ دبلبلانوځالې هم په لمبو وسوې


د کابل پر قرغه هوټل د وسله والو طالبانو له برید وروسته د لوګو لوخړې خېژي
د جون ۲۲مه نېټه ۲۰۱۲م کال
د کابل پر قرغه هوټل د وسله والو طالبانو له برید وروسته د لوګو لوخړې خېژي د جون ۲۲مه نېټه ۲۰۱۲م کال

د کوچني اختر په ترڅ کې د افغانستان یوه شاعر مشکور د خپل وطنه روانه غمېزه په خپل یو شاعر کې رانغښتې

(اختر په وينو رنګ)
***********
اختر په وينو رنګ راځي ،دلبر په وينورنګ
ماښام مو دی په وينوکې سحرپه وينورنګ
******
په خپل کورکې مې وژني، داغيارو ظلم زور دی
جونګړه مو په وينو کې، دفترپه وينو رنګ
******
بس وينې وينې اوښکي ځي، دهرافغان له سترګو
ليدل کتل د وينو، او نظر په وينو رنګ
******
زمونږ د هر وګړي نه خوښۍ د ژوندون اخلي
ليدل غواړي اغيار هر نفر په وينو رنګ
*****
دخپل وطن دفاع ته مو هم نه پرېږدي داخلک
مورچه په وينو وينو کې سنګر په وينو رنګ
******
دخدائ په کور کې هم اوس امن نه لرو څه وکړو
جمات زما په وينوکې ، ممبرپه وينو رنګ
******
په هر لوري د وينو ابشاورنه دي بهيږي
ګلشن په وينو لت پت دی،ګودر په وينورنګ
******
زړه چودې يو فرياد کاو،په چيغو،چيغو ژاړو
چنار په وينوترشولو، نښترپه وينورنګ
*****
په هره پوله نښې د غليم د ستمونو
هم غرپه وينورنګ زموږ، کمر په وينو رنګ
******
دبڼ دبلبلانوځالې هم په لمبو وسوې
توتيان دې په سرو وينو کې کوتر په وينو رنګ
******
زړه توری شوم له هرکس و ناکسه اې مشکوره!
زړګۍ په وينو ډوب زما ځیګر په وينو رنګ
XS
SM
MD
LG