د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د اختر ورځ پر موبایل سرویس بندیز





د پاکستان حکومت په ځینو ښارونو کې د موبایل ټیلفونونو سرویس بند کړی دی. د داخله چارو وزیر رحمان ملک وايي، د موبایل ټیلیفونو سرویس یې د امنیت له وجې بند کړی دی.

نن په نورو پاکستان کې په رسمي توګه وړوکی اختر لمانځل کیږي. پرون د اتوار په ورځ په خیبر پښتونخوا ، قبایلي سیمو ، د بلوچستان په ځینو برخو او د افغانستان په ګډون په ټولو عرب هیوادونو کې وړوکی اختر وو. د خیبر پښتونخوا حکومت پرون په رسمی توګه په دغه صوبه کې د اختر لمانځلو اعلان کړی وو، چې دا شان په پاکستان کې یو ځل بیل وړوکی اختر په دوو بیلو بیلو ورځو لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG