د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان او افغانستان د نړیوالو رسنیو لیکنې



برتانوۍ روځپاڼې ډېلي ټېلي ګراف په خپله یوه مقاله کې لیکې ، د پاکستان په یوه محفوظه مرکز په کامره هوايی اډې د وسله والو برید د دوه زره اووم کال راهسي دریم حمله ده چې تر دې دمه تر ټولو کامیابه وه .

د دوه زره اووم کال په دسمبر کې یوه ځان وژنکې په دغه پوځی مرکز برید وکړ او بیا ددوه زره نهم کال په اګست کې یوه ځان وژنکې برید وکړ چې پکې د دوه پوځیانو په ګډون اته تنه ووژل شول.

روځپاڼه لیکې دا اوسنۍ برید د وسله والو تر ټولو مهم برید دی چې بل زورور برید یې تر دې وړاندې په دوه زره یولسم کال د کراچۍ په بحري مرکز کړی وو. په هاغه برید کې لس تنه وژل شوي وو او دوه امریکايي څارونکې الوتکې تباه شوې وې.

دا هم وویل کیږي چې په دغه مرکز کې یو شمیر ایف سیکیټین الوتکې او د یوي اندازي مطابق تر سلو ایټمي وسلې هم شتون لري.

روځپاڼه لیکي د پاکستان پوځي مشران او حکومت هڅه کوي چې دامریکا هغه اندیښنې لري کړي چې تر مخه يي طالبان او القاعده غواړي ، د دغه هیواد ایټمي وسلې تر لاسه کړي .

د پاکستان پوځي مرکزونه د استخباراتي ادارې ای ایس ای تر نظر لاندې په سختو انتظاماتو کې ساتل خو د دې ګامونو باوجود ، د پاکستان نورمرکزونه هم تر بریدو نو لاندې راغلي دي.

په کامره کې دا برید روسته په بریډ فورډ یونیورستي کې د ایټمي چارو کارپوه پروفېسر ګري ګوري امریکايی چارواکو ته خبرداری ورکړی وو ، د تره ګرو بریدونو له امله د پاکستان په پوځي مرکزونو کې د اور یا چاودنې د کېدو له وجې د تابکارۍ خطر رامنځ ته کېدای شي او یا تره ګر د ایټمي وسلو ځینې برخي تر لاسه کولای شي چې دا شان بیا خپلې وسلې جوړې کړي.

بلخوا لاس اینجلس ټایمز روځپاڼه لیکې ، د افغانستان پارلیمان د هیواد د دفاع او کورنیو چارو په وزیر د عدم اعتماد ووټ منظور کړ چې له مخې يې دغه دوه وزیران له دندو لرې کړل شو.

ورځپاڼه لیکې په داسې حال کې چې افغانستان له امریکا نه د دفاع د چارو مسولیت تر لاسه کوي، د وزیرانو د دندو لري کولو فیصله یو غلط وخت دی.


لیکوال لیکې د دې وزیرانو د لرې کیدو په اړه چې په مطبوعاتو کومه وجه ښودل کیږي هغه دا چې پارلیماني غړي د امنیتي ځواکونو د هاغه نااهلۍ نه تنګ شوي وو چې د پاکستان لخوا د بریدونو کولو مخ نیوي کې ناکامه شوي.او دا ریښتا خبره ده چې خلک په دغه بمبارو غوسه وي خو دا لږه واضحه ده چې دا یوه بهانه وه یا وجه.

د وزیرانو د دندې لرې کولو دوهمه وجه دا ده چې ولسمشر کرزی غواړي وښايي چې هغه په خپل حکومت کې د درغلیو په ضد د یو اخري ګام پورته کوي او دا په داسی حال کې ده چې د افغانستان د پولیس او پوځ ریکارډ ډیر خراب دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG