د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ولې هوايي ځواک په نښه کېږي؟




عبدالحی کاکړ مشال راډيو

دا دريم ځل دی چې د پاکستان پر کامره پوځي اډه بريد ترسره کيږي. ددې ترڅنګ شاوخوا يو کال وړاندې هم په کراچی کې د سمندرې ځواکونو پر مهران اډه بريد شوی وو چې په ځانګړې توګه يوه څارونکې الوتکه په نښه کړل شوې وه. پوښتنه داده ، ولې د هوايې ځواکونو اډې په نښه کيږي او بريد کوونکې څنګه په دې مهمو ځايونو په بريد کولو کې بريالي کيږي.

که څه هم په پاکستان کې په ولسي ځايونه ، د پوځ او جاسوي ادارو پر مرکزونو په بیا بیا بريدونه شوي خو ددې ترڅنګ د هوايې ځواکونو اډې هم تر حملو لاندې راغلې. په پاکستان کې ځيني کارپوهان دا فکر کوي چې اورپکي ځکه د هوايې ځواک اډې په نښه کوي چې د دوی په فکر هغه د عمليانو په مهال د مځکني پوځ ملاتړ کوي. د دفاعی چارو کارپوه ليفټننټ جنرال طعت مسعود هم يو له دغو کارپوهانو دی.

((تحريک طالبان پاکستان دا سوچ کوي چې يو خو پوځ دی چې په قبائلي سيمو کې امليات کوي، له دې پرته هوايې ځواک دی چې د هغه هم ډير لوی کردار دی او په املياتو کې د پوځ ملاتړ کوي، یوه وجه هم دا دی چې هواي ځواک په نښه کيږي . بله وجه دا ده چې د هوايې ځواک امنيت ډير ښه نه ساتل کيږی، نو دوی فکر کوي د هوايې پوځ پر جهازونو د بريد اثر زيات وي او دا شان د دوی خيال دا هم دی ، که موقع په لاس ورشي نو دوی ډيرو جهازونو ته زيان رسولی شي نو له دې سره به دوی ته شهرت ترلاسه شي، د خلکو مورال به راولويږي. نو په دا طريقه به رياست نور هم کمزوری کوو او موږ به پياوړي کيږي.))


خو د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر اسد منير بيا د ځينو هغو کارپوهانو له ډلي دی چې وايې د هوايې ځواک په نښه کول څه خاصه وجه نه لري بلکه حمله ورباندي کول نسبتا آسانه وي....

(( دا وجه نه چې ګنې هوايي ځواک په عملیاتو کې د پوځ مرسته کوي نو وسله یې په نښه کوي، بلکې وسله هر هاغه ځای چې که پولیس وي، ملېشه وی او یا هم پوح وي په نښه کوي چې دوی ته یې برید کول اسانه وي. او په دې سره دا پیغام ورکوي که تاس پر موږ د برید کولو نیت ولری نو موږ به دا عمل درسره وکړو.))

خو دلته يوه پوښتنه داده چې آخر بريدکونکو څنګه وکړای شو چې په يو مهم او حساسه سيمه ور ننوزي او حمله وکړي. د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر محمود شاه ددې ځواب داسي راکوي....

(( په اییر فورس کې دا ټېکنیکل کسان چې څنګه اوسي له خپلو دندو یا ډیوټیو پس چې دوی په کومو سیمو کې اوسي نو هلته جهادي ډلې متحرکه دي او هلته دوی خپل خلک له ځان سره بهرتي کوي، دا کسانو چې برید یې کړی دی، ضرور به څه ورځې مخکې راغلي وي، دې ځای کې به ناست وي او تیاری به یې کړی وي. او په دې حمله کې به دننه د یو چا لاس ورسره وي. زما په خیال هوايي ځواک یا اییر فورس حملو ته د نورو هغو په نسسبت زیاته مخامخ ده او د پاکستان حکومت بابد د انکار پر ځای دې مسلې باندې سوچ وکړي.))

درې واړه کارپوهان دا خبره هم کوي چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د ممکنه پوځي املياتو د ګنګوسو خوريدو وروسته ښايې طالبانو وار له مخه ردعمل ښکاره کړی وي. خو بريګيډيئر اسد منير بيا وايې که چرته حکومت د آپريشن فيصله کړې وي نو د طالبانو دا شان بريدونو هغه نشي بدلولی....

(( که د طالبانو پر ضد پوځ د عملیاتو پرېکړه کړي هاغه نه شي بدلېداﺉ بلکې د طالبانو دا شان بریدونه یو لږ ویره خورولای شي، او په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو کولو وروسته به په پاکستان کې د دهشت ګردۍ یو داسې فضا جوړه شي چې د هغې به بیا موږ مقابله نه شو کولاﺉ. خو حکومت چې کومه فیصله کړېده نو دا حملې یې نه شي بدلولاﺉ.))

د پاکستان ځيني کارپوهان دا فکر هم کوي چې که چرته په شمالي وزيرستان کې امليات کيږي نو حکومت ته پکار دی نه يوازي د آپريشن لپاره کړن لاره برابره کړي بلکه دا هم ډيره مهمه ده چې داسي منصوبه هم جوړه کړي چې له مخي يې د طالبانو د ردعمل په موثر توګه مخه و نيول شي.

XS
SM
MD
LG