د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اټومي وسلې څومره خوندي دي؟





ابوبکر صدیق - آزادې اروپا راډيو انګلیسي څانګه

داسي ګنګوسي دي چې په منهاس پوځي اډه کې د پاکستان ايټمي وسلې ځای پر ځای دي خو پر دې اډه د بريد وروسته ددې هيواد د جوهري وسلو د خونديتوب په اړه پوښتني راپورته شوې دي.

د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباده څلويښت کلوميټره ليري د منهاس په پوځي اډه چې د رپورټونو له مخي پکې ددې هيواد ايټمي وسلې ځای پر ځای دي ، بريد د پاکستان د جوهري وسلو د خونديتوب په اړه د خطرې يو زنګ بلل کيږي.

د پنج شنبې د ورځي بريد د اسلام آباد د جوهري وسلو د ټينګ امنينت دعوې له پوښتنو سره مخامخ کړې دي.

د پاکستان پخوانی جنرال طلعت مسعود وايې په مهمو پوځي تاسيساتو زياتيدونکي بريدونه په رښتيا هم د انديښنې وړ دي.

((کله چې دفاعي تاسيسات په آساني سره په نښه کيږي او د پوځ له هيډ کوارټره واخلې بيا د مهران بحري او د اوسني منهاس پوځي اډو په شکل کې موږ ځيني پيښي وليدې نو دا داخبره ښکاره کوي چې دا ځايونه تل له خطر سره مخامخ دي او پاکستان پکار دی په دې اړه ډير څه وکړي. ))

خو د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ايس آی يو پخوانی لوړ پوړی چارواکی بريګيډيیېر اسد منير بيا وايي د پاکستان ولسي او پوځي تاسيسات دقيق امنیتي بندوبست لري.

دده په خبره د لويديځو هيوادونو دا انديښنې چې د پاکستان جوهري وسلې په غلطو لاسونو کې لويدلی شي يوه بې ځايه خبره ده.

((دوی په دې خبر دي، دلته راغلي دي، دوی دا نظام ليدلی دی .دوی په دې پوهيږي چې داسي کول آسانه نه دي، دا ناممکنه ده چې د جوهري وسلو امنيت مات کړل شي که داسي نه وايه نو موږ به ګام اخستی وو، مهم خلک په دې پوهيږي چې هيڅوک دغه تاسيسات او ايټمي وسلې له ځانه سره نه شي وړلای.))

بريګيډيیېر اسد منير زياتوي تر څو د پاکستان پوځ وي تر هغو به جوهري پروګرام آن يو فیصد هم له خطر سره مخامخ نشي.

د ملګرو ملتونو د جوهري وسلو د څار اداره آی اې اي اې د پاکستان جوهری پروګرام خوندي ګڼي. اسلام آباد د سټريټيجک پلانز ډويژن په نوم ددي وسلو يو دقيق امنيتي بندوبست کړی دی. پاکستان د يوولسم سپټمبر د پيښي وروسته د جوهري پروګرام خونديتوب د ښه کولو لپاره له امريکا سل ملينه ډالره ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG