د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اوښکو ډک اخترونه تېروو


ګل آياز، مشال راډيو

پراګ ــ دري څلوېښت کلن عطا الله به له خپلې کورنۍ، کاکازامنو ، خپلوانو، عزيزانو او دوستانو سره اخترونه تيرول، خو دا به د هغه پيځم کال شي چې په کډوالې کې له خپلي کورنۍ سره اختر تيروي. عطا الله د قبايلي سيمي کرمۍ پاړا چنار اوسيدونکي او دا مهال کوهاټ کې له خپلو څلور ماشومانو سره د کرايې په کور کې ژوند کوی. له مشال راډيو سر په خبرو کې هغه وويل چې د کډوالی هيڅ يو اختر يې په خوشالی نه دی تير کړی.


((زه هر اختر له اوښکو ډک تيرومه، زه چې کله د اختر نموځ وکم نو ما ته خپل وطن ډير سخت راياديږي. په خپل وطن کې به د اختر نماځه وروسته مور پلار سره ملاوشو او خپلو مشرانو قبرونو ته به لاړو خو دلته دا نشته. نو يو عجيبه شان احساس کيږي او د سړي زړه ډک شي. که څه هم اختر د خوشالی ورځ وی خو په موږ ډير سخت وي. سړی چې کله خپل وطن نه بې وطنه شي نو د بچپن ملګري ياران دوستان خپل خپلوان ټول بی کوره شوي نو دا هر څه ډير ګران وي.))


د عطا االله په پاړا چنار کې خپل کاروبار وو او په هر اختر کې به يې خپلو ماشومانو لپاره ډېر تياری کولی، په کډوالي کې د خپلو ماشومانو لپاره دوی څه تياری کړي نو هغه زياته کړه

((خپل ځان تنګ لنډ کړو او د اختر لپاره څه سامانونه واخلو. زه خپل ځان سختو مشکلاتو کې واچوم او بچو لپاره څيزونه اخلم. ماشومان هر څه غواړي، هغوی کالي، بنګړي او څپلۍ غواړي. هغوي ته مالومه نه وي چې چرته دي هغوی ماشومان دي. هغوی د دنیا له غمونو نه دي خبر خو هغوي سره د خپلې خاورې او وطن احساس شته.))


په قبايلي سيمو کې د روانې بدامنۍ له کبله د دې سيمو خلک تر خپلو کورونو پورې محدود کړي دي. د اورکزو اېجنسۍ قلعې سيمې اوسيدونکی ملک لياقت د اختر ورځ په خپل کلي کې تيروي. دا هغه سيمه ده چرته چې د وسلوالو او د امنيتي ځواکونو ترمينځه نښتې کيږي. ملک لياقت وايي نه شي کوالای چې په سمه توګه اختر ونماځی خو د ده په خبره د پوځ د موجودګۍ له کبله خلک لږ شان ډاډه وي چې باهر راوځي او خپلي خوشالي له نورو سره شريکي کړي.

دی زياتوي:

((راغونډيدل ډير ګران دي، هر ځای کې ويره ده. خلک د بمونو له وجې يوځای کې نه راغونډيږي. پخوا به چې څنګه کيدل هغه شان اوس نه کيږي. پخوا به هر څوک يوځاي وو، که شعيه به وو او که سنی وو، هر چا به په ګډه د اختر مبارکې کوله. مېلې به کېدي))


که د پښتنو په ځينو سيموکې بدامنيو د خلکو اخترونه اغيزمن کړي دي خو په ګڼو برخو کې خلک اختر ته خوشاله دي او تياری ورته کوي، د پيښور فرمان علی له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دې ورځ ته ډير خوشاله دی.

هغه وويل:

((د اختر ورځ ډير په خوشالي سره نمانځو. خپلو ماشومانو لپاره جامې، څپلۍ، سينډل، دغه ټولې تياري مو ورته کړي دی. مور پلار، خپلو خپلوانو عزيزانو او دوستان يارانو سره يوځائی ډوډي وخورو او خوند تري پورته کړي.))


د پيښور فرمان علی د اختر ورځ څنګه تيروی، هغه وويل:

((موږ چې سهار نماځه لپاره ځو نو زمونږ کيفيت بل شان وي. موږ مو مېرمنې جامې راوخولې، هغه استري کړي، څپلی راته پالش کړي، جاينمازونه سره د ماشومان راکړې، سپيني خولۍ راته پر سر کړي. د اختر نماځه ورسته خيلو خپلوانو کورونو ته ورځو او هغه ځکه چې زموږ په زړنو کې څه خيري پاته نشي.))


د کورمي عطا الله د کوهاټ په کرايه کور کې په دې هيله د کډوالی شپې سبا کوي چې يوه ورځ به د دوی په کليو بانډو کې د امن زيری راشي او دوی به هم لکه د نورو سيمو پشان خپل اخترونه له خپلو خپلوانو سره په خوشالۍ ولمانځي.

XS
SM
MD
LG