د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې اقلیتونه له خطرونو سره مخامخ دي


بشير ګواښ مشال راډيو

پراګ:- که له يوې خوا د پيو ریسرچ په نامه يوې نړيوالې ادارې په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې ۹۵ فیصده خلک اسلام د ژوند مهمه برخه ګڼي نو له بلې خوا د امريکې د بهرنيوو چارو د وزارت په يو رپورټ کې راغلي چې په دغه هيواد کې اقليتونه له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي.

په دې وروستيوو کې د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت پاکستان کې د مذهبي ازادۍ په اړه په خپل خپاره کړي رپورټ کې ويلي چې دې هيواد کې د اقلیتونو مذهبي ازادي محدوده ده.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن مشره زهره يوسف مشال ريډيو سره په خبرو کې ومنله چې په پاکستان کې د اقلیتونو سره سم سلوک نه کيږي، ګواښل کيږي او حقوق يې خوندي نه دي. هغه وايي چې د وخت په تيريدو سره عدم برداشت زيات شوی.

نوموړې زياتوي:
((په مذهبي عدم برداشت کې زياتوالی راغلی. حکومت ورته هيڅ پام نه کوي. آن په حکومت کې داسې عناصر شته چې عدم برداشت هڅوي. د ملک په بيلابيلو برخو کې مذهبي سخت دریځي مخ پر زياتيدو ده. که څه هم غير مسلمه مرکزي هدف دی خو پر ليبرل يا ازاد خياله مسلمانانو هم بريدونه کيږي مګر حکومت د سخت دريځئ د له منځه وړلو لپاره هيڅ نه دي کړي.))

د امريکې د بهرنيوو چارو وزارت په خپل رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې مذهبي اقليتونه لکه احمديان، شیعه ګان، هندوان او عیسايان په دوامداره توګه تر ګواښونو لاندې دي او محدوده مذهبي ازادې لري.

مشال ريډيو په دې اړه د پاکستان د اړونده ادارو د نظر په اخیستو بريالۍ نه شوه خو دغلته په پارليمنټ کې د عوامي نیشنل ګوند غړي بشرا ګوهر وايي چې د پاکستان په آيين کې لا د اقلیتونو سره تعصب ښودل شوی او پکې ليکل شوي چې يو غير مسلم تن صدر او وزيراعظم نه شي جوړيدلی. د نوموړي په وينا د پارليمنټ غړي له بيلابيلو خواوو څخه تر ګواښونو لاندې دي نو په ډاډه زړه ډير څه نه شي کولی:

((چې ستا په آيين کې تعصب وي نو خامخا به يې د ختمولو لپاره کوشش کوي نو پارليمنټ کې دننه چې هره اړونده مسله راځي موږ يې په اړه ودريدلي يوو خو له بهره پارليمنټ ته ګواښونه کيږي. انتها پسندې ډلې پارليمنټ ته وايي چې دا قانون به منظوروې او دا به نه کوئ. د ويرې يوه فضا يې جوړه کړې. د ټوپک په ژبه خبرې کيږي... خو زه دا وايم چې د ملک په وګړو کې د مذهب پر بنياد فرق کول نه دي پکار.)

دا په داسې حال کې ده چې د پيو ریسرچ په نامه د امريکې يوې ادارې په پاکستان کې د سروی پر بنياد ليکلي، په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې ۹۵ فیصده خلکو ته په خپل ژوند کې اسلام ډير اهميت لري.

زهره يوسف مشال ريډيو ته وويل چې په پاکستان کې د اقلیتونو د حقونو د خوندي کولو او مذهبي عدم برداشت د رواجولو لپاره بايد مطبوعات لوی او مثبت کردار ولوبوي.

هغې وويل:
((بايد مذهبي عدم برداشت هيڅ ونه زغمل شي. داسې ښکاري چې مطبوعاتو ته اجازه ده چې مذهبي عدم برداشت ته لمن ووهي او دا په عمومي لحاظ په اقلیتونو کې د ځان په اړه د بدامنۍ احساس پيدا کوي. د سنسر شیپ خبره نه کوم خو پر مطبوعاتو نظر ساتونکي اداره د هغه شیانو د خپريدو مخنيوی نه کوي چې د مذهبي اقلیتونو حقونه له پښو لاندې کوي.))

د يادونې وړ ده چې پاکستان کې په بيلابيلو وختونو کې پر مذهبي اقلیتونو بريدونه شوي او مرګ ژوبله وراړول شوي. وروستي رپورټونه ښيي چې له دوو سوو څخه زيات پاکستاني هندوان د ورپيښو خطرونو له وجې هندوستان ته کډه شوي.

XS
SM
MD
LG