د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان عسکر بریدونو بهرنی ځواکونه ناآرامه کړي دي





ډي پي اې خبري اژانس د روانې اګست مياشتې له لسمې نېټې را په دېخوا د افغان امنييتي ځواکونو له لاسه د خپلو بهرنيو همکارانو د وژلو او ټپي کولو يو شمېر پېښو ته په کتنه وايي چې دغه مسالې په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه، چې غواړي دغه هېواد ته کراری راولي، زښت ناارامه کړي دي .

اژانس د افغانستان لپاره د امريکا د سفير جيمز کينېنګم په کابل کې رسنيو ته کړې خبره راخېستې چې ويلي يې دي، دغه حملې خواشينونکې او ناارامه کوونکې دي . نوموړي زياته کړې، نه زه او نه هم بل يو څوک دا جوتولای شي چې دا بريدونه د ځواکونو په مورال او د افغانستان په جګړې څه ډول تاثير لري .

اژانس په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د وياند بريګيډير جنرال ګنټر کاټز له قوله ليکلي چې وايي، دغه داخلي خطر چې په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ته متوجه دی، له کبله يې روان کال لږ تر لږه ۳۷ بهرني سرتېري وژل شوي دي .

دغه راز ويل شوي چې په ننګرهار ولايت کې د يو افغان پوليس له خوا د تېر ګل د ورځې حملې، چې په نتيجه کې يې يو بهرنی سرتېری او د افغان استخباراتي ادارې يو مامور ټپي شول، د ۲۰۱۲ م کال لپاره د دغه رقم حملو شمېر ۲۸ ته ورسوو . حال دا چې په ټول ۲۰۱۱ م کال کې ۲۱ دغه رنګ پېښې شوې وې، چې پکې ۳۵ سرتېري وژل شوي ول .

ډي پي اې پر مخ ليکي، په داسې مهم وخت کې چې د افغانستان امنييت ذمه واريانې د دې هېواد خپلو ځواکونو ته د حواله کېدو بهير پيل شوی، پر بهرنيو ځواکونو حملې به د افغانستان او د ده د نړيوالو ملاتړو تر مينځ د بې باورۍ سبب وګرځي .

اژانس په عين حال کې يوې بلې موضوع ته هم اشاره کړې ، او هغه د افغان امنييتي ځواکونو په ليکو کې د طالبانو د نفوذ ده . په رپوټ کې د هغه ویډيو يادونه شوې چې طالبانو د دې اونۍ په پيل کې په خپله ويب پاڼه خپره کړه او پکې ښودل شوي چې د دوئ ملګري په کونړ کې د هغو دوو افغان سرتېرو هرکلی کوي چې د بهرنيو ځواکونو تر وژلو وروسته له طالبانو سره يو ځای کېږي .

د اژانس په ليکنه، که څه هم طالبانو د دا رقم زياتره پېښو مسولييت منلی خو ناټو چارواکي وايي چې اکثره وخت د افغان او بهرنيو ځواکونو تر مينځ شخصي شخړې د دوئ پر ضد د مرګوني حملو لامل کېږي .

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو وياند ښاغلي کاټز ويلي، د دې هېواد له حکومت سره يې په ګډه، د افغان امنييتي ځواکونو ليکو ته د نويو کسانو د جذب پروسه له مخکې نه سخته او زياته شفافه کړې ده . دغه راز ويل شوي چې د افغان ځواکونو دننه د سرتېرو کړه وړه هم تر جدي څار لاندې نيول کېږي . خو د ډي پي اې خبري اژانس په وينا، دغو اقداماتو لا هم پر بهرنيو ځواکونو د افغان ځواکونو د حملو مخه نه ده نيولې .

د کابل لپاره د واشنګټن سفير ښاغلي کينېنګم په ورته وخت کې هيله ښودلې چې د افغان حکومت په همکارۍ به د دې مسالې يو حل راوباسي

XS
SM
MD
LG